پاکستان کې پر یو ټیوب بندیز ولګول شو

د خپريدو وخت: 05:53 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391
راجه پروېز اشرف

اعلان د پاکستان دلومړي وزير له دفتر نه وشو، چې ويل يې په ټول هېواد کې به يې يوټيوب ته لاسرسی سمدلاسه بندېږي.

پاکستان پرانټرنېټ د وېډيو خپرونې وېبپاڼه (يوټيوب) بنده کړې ده. د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف اسلام ته د سپکاوي وېډيو ته په اشارې وويل دغه وېبپاڼه يوازې هغه وخت بېرته پرځای شي، چې د سپکاوي ټول توکي ترې لرې شي.

د پاکستان د ټیلي کمیونیکشن یا مخابراتو د ادارې ویندوی ملاحت رب له بي بي سي سره د خبرو پر مهال د دغه خبر تصدیق وکړ. له اسلام اباد نه د بي بي سي خبريال په خپل راپور کې وايي اعلان د لومړي وزير له دفتر نه وشو، چې ويل يې په ټول هېواد کې به يې يوټيوب ته لاسرسی سمدلاسه بندېږي.

په اعلاميه کې ويل شوي دا ګام ځکه اخيستل شوی چې وېبپاڼې د سپکاوي توکيو لرې کولو په اړه د پاکستاني حکومت سپارښتنه له پامه غورځولې.

له دې مخکې د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د (ټيلي کميونيکشن) يا مخابراتو ادارې ته حکم کړی و، چې له انټرنېټ نه د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي فېلم لرې کړي.

بل لور ته د دغه فلم په ضد د پاکستان په ستره محکمه کې د مدافع وکیلانو اتحادیې د احتجاج په توګه دکار بندیز اعلان وکړ.

پاکستان کې د بشري حقونو ډلو پر دغه ګام نيوکې کړې او وايي ناسمې پايلې به ولري، خو د چارواکيو له لوري دا يوه داسې روښانه هڅه ده چې خلکو ته وښيي ګنې دوی د حساسې مسالې پروړاندې عمل کړی دی.

په عمومی ډول اسلام ته د سپکاوي وېډيو پر وړاندې احتجاجي لاريونونه په ټيټه کچه ګډون او سوله ييز ډول شوي، خو له ډېورېنډ کرښې سره نژدې د پښتونخوا په بر دير سیمه کې يو کس هغه مهال ووژل شو، چې د احتجاجيانو او امنيتي ځواکونو تر منځ اخ وډب پېښ شو.

د يکشنبې په ورځ د سند ایالت په دوو لويو ښارونو کراچۍ او حيدر اباد کې هم د لاريونونو پر مهال ډزې وشوې، چې دوه کسه په کې ووژل شول.

په کراچۍ ښار کې د یاد فلم په ضد یو لاریون وشو، چې پولیسو يي د ګډونکو د خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او هوايي ډزې يي وکړې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .