اماراتو ته ويزه پوهنتوني زده کړې غواړي

د خپريدو وخت: 11:47 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391

ځايي رسنۍ وايي هڅه دا ده چې د خليج دغه شتمن هېواد ته د ناقانونه کسانو د ورتگ مخه ډب شي.

متحدو عربو اماراتو نيت کړى چې د سوېلي اسيا د هېوادونو يوازې هغه وگړي به د دوى ويزه مومي چې د پوهنتون سند ولري هېله يې دا ده چې د دوى په وينا د " مجرمينو" مخه ډب کړي.

متحد عرب امارات غواړي چې د سوېلي اسيا له هېوادونو به يوازې هغو ته ويزه ورکوي چې پوهنتوني زده کړې يې کړې وي.

ځايي رسنۍ وايي هڅه دا ده چې د خليج دغه شتمن هېواد ته د ناقانونه کسانو د ورتگ مخه ډب شي.

د گلف نيوز ورځپاڼه د يوۀ لوړ پوړي چارواکي له خولې وايي چې د هند، پاکستان، بنگله دېش ، سریلنکا او فېلېپين څخه ورتلونکي هغه کسان چې د برېښنا، نلونو، بزگرۍ، موټر چلونې او د کور پاکولو په څېر دندې لري اماراتو ته د گرځندوى ويزه نه شي اخيستى.

د اماراتو چارواکي وايي له نويو گامونو سره سم که د دغو هېوادونو غړي گرځندوى يا د سېلانۍ لپاره ويزه غواړي نو بايد پوهنتوني زده کړې يې کړې وي.

د دغو نويو گامونو ترمخه د سوېلي اسيا د هېوادونو وگړي که د گرځندوى يا په کانفرانسونو کې د گډون لپاره ويزه غواړي نو تر پخوا به له خورا سختو شرايطو سره مخامخيږي.

د عربو اماراتو چارواکي وايي له دې گام سره به د دوى په وينا په جرمونو ککړ کسان او په قاچاق کې ښکېل وگړي ونه توانېږي چې د دوى هېواد ته ورشي.

خو دوى دا نه دې ويلي چې پوهنتوني زده کړې به څرنگه د دوى له خبرې سره سم د " مجرمينو" مخه ډب کړي.

په عربو اماراتو کې گرځندوى صنعت ډېر غوړيدلى دى، په ٢٠١١ کال کې څه باندې نهه ميليونه سېلانيان ورغلي وو چې د يو کال وړاندې په پرتله يې په ۱۰۰ کې ١٠ زياتوالى ښيي.

په متحدو عربو اماراتو کې په ميليونونو بهرني کارگر کار کوي چې ډېر يې د سوېلي اسيا د هېوادونو اوسېدونکي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .