بان کې مون: اسلام ضد فلم شرمونکی دی

د خپريدو وخت: 09:58 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391
bankimoon

د اسلام ضد فلم په ضد نن هم په کابل کې مظاهرې وشوې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون اسلام مخالف فلم غیر مهذب او شرمونکی بللی. د چهار شنبې په شپه ښاغلي مون په نیویارک کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د رايې د څرګندولو حق باید هغه وخت باوري شی، چې د عامه انصاف او د هرچا د مقصدونو لپاره وکارول شي.

د ده په خبره کله چې یو شمېر خلک دغه حق د پارونکي عمل په توګه او یا هم د نورو د عقایدو د بې حرمتي لپاره وکاروي، نو په داسې صورت کې د دوی دغه حق خوندې نه شي ساتل کیدای.

د دغه فلم په ضد چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی سخت احتجاج دوام لري او تر اوسه پورې د دې احتجاجونو په لړ کې نژدې دوولس تنه وژل شوي دي.

بل لور ته نن په کابل کې د مېرویس میدان په سیمه کې د جمیعت اصلاح له خوا او پولیتخنیک ته مخامخ د سویلي ولایتونو د متعلمینو له خوا د یاد فلم په ضد مظاهرې وشوې چې سلګونو کسانو په کې برخه اخېستې وه.

مظاهره کونکو د دغه فلم او همدا راز دیوې فرانسوۍ مجلې له خوا د پیغمبر حضرت محمد(ص) د کارټونونو د خپرولو په ضد احتجاج وکړ. دوی له افغان حکومت او د اسلامي هېوادونو له نړیوال کنفرانس(او ای سې) څخه غوښتنه کوله چې باید دغه مساله په نړیوالو فورمونو راپورته کړي او د عاملینو د مجازات کېدو غوښتنه يي وکړي.

بل لور ته په رپوټونو کې ویل شوي، د دغه فلم يوه لوبغاړې غواړي د فلم پر جوړونکي د دروغ او درغلۍ له کبله عريضه وکړي.

سيدي لي گارسيا په کلفورنيا کې له يوه قاضي غوښتنه کوي چې له يو ټيوب نه دې وغواړي، چې دغه فلم له خپلې ويبپاڼې لرې کړي.

مېرمن گارسيا وويل، دې او ملگرو ته يې په درواغو ويل شوي وو چې گواکې د لرغوني مصرد لانجمن برخليک په يوه فلم کې رول لوبوي .

دا وايي په فلم کې اسلامي ضد موضوعات وروسته زيات شوي او د فلم په اصلي سناريو کې د حضرت محمد (ص) نوم نه و ياد شوى .د یاد فلم مصری جوړونکى نيکولا باسيلي نيکولا اوس پټ شوى دى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .