برتانوۍ مېرمن په هلمند کې ماشوم وزېږاوه

د خپريدو وخت: 15:55 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

دغه مېرمن هلمند ته له تګ وړاندې د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې مېندواره شوې وه.

د روغتیايي کاروونکو یوه ډله له هغه وروسته افغاستانه ته په ناڅاپي سفر ولاړه چې هلته په پوځ کې یوې برتانوۍ مور ماشوم وزېږاوه او ټولو ته د حیرانتیا خبره ځکه وه چې دغه مېرمن لا له دې نه وه خبره چې مېندواره ده.

دغه مېرمن چې نوم يې نه دی اخیستل شوی د برتانوي ځواکونو د توپچي ډلې غړې ده او په خپلې مېندوارۍ هغه وخت پوه شوه چې د خېټې درد ور ته پیدا شو.

په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په نړېواله اډه کمپ بستین کې د دغه نا بللي ماشوم له زېږېدو وروسته د برتانیا د دفاع وزارت ويلي د دواړو مور او ماشوم روغتیايي حالت ښه دی.

دغه مېرمن هلمند ته له تګ وړاندې د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې مېندواره شوې وه.

د برتانیا د دفاع وزارت وايي د ډاکترانو دغه ډله چې افغانستان ته تللې، هلته به له مور او ماشوم سره مرسته وکړي.

د دفاع وزارت زیاتوي دا د دوی پالیسي نه ده چې مېندوارې مېرمنې پوځي خدمت ته ولېږي او په دې ځانګرې قضیه کې دوی له دې نه و خبر چې دغه مېرمن مېندواره ده.

ماشوم په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په اډه کمپ بستين کې په داسې وخت کې دنیا ته راځي چې زېږېدا ته يې لا پنځه اوونۍ پاتې دي.

د بي بي سي د دفاعي چارو خبریاله کرولاین وایټ وايي دا لومړی ځل دی چې یوه برتانوۍ مېرمن په جګړه کې ماشوم زېږوي.

دا وايي له ۲۰۰۳ کال راهیسې شاوخوا ۲۰۰ مېرمنې له خپل پوځي خدمته بېرته کورته هغه وخت استول شوي چې کله پرې چارواکي پوه شول چې مېندوارې دي.

د بي بي سي خبریاله وايي په پوځي قانون کې هغه ښځې چې مېندوارې وي د جګړې ډګر ته نه استول کيږي خو وايي تېر کال هم یوې مېرمنې وروسته له هغه ماشوم وزېږاوه چې افغانستان ته يې د شپږ میاشتني خدمت دوې اوونۍ لا نه وې پوره شوې.

ټولې پوځيانې وړاندې تر دې چې د جګړې ډګر ته واستول شي د هغوی دندې ته په کتو سره یو لړ معاینات پرې تر سره کيږي.

په دې معایناتو کې د غوږنو تر څنګ پرې د ټول بدن ازموینه اخیستل کيږي او د ۵ مایلو لپاره به ځغاسته کوي چې چمتوالی يې معلوم شي.

خو پر مېرمنو د مېندوارۍ ازموینې هغومره وخت په وخت نه وي.

د برتانوي ځواکونو یو اېډېټر چارلېز هېمن () وويل دا تېروتنه وه. یوازینۍ شی چې په کار و هغه افغانستان ته د دې مېرمنې د استلولو وړاندې پرې د مېندوارۍ معاینات شوي وای.

هغه وايي زه باوري یم چې هیچا به داسې باور هم نه کاوه چې د جګړې میدان ته تلونکې مېرمن مېندواره ده.

دغه ماشوم له هغه څلور ورځې وروسته زېږي چې طالبانو پر همدې اډه برید وکړ او د نړیوالو ځواکونو ۶ جېټ ویجاړې کړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .