جنوبي افريقا کابل کې د خپلو مړو پر لېږد کار کوي

د خپريدو وخت: 09:45 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

وژل شويو کسانو له ٣٠ تر ٦٥ کلو عمرونه درلودل.

د جنوبي افريقا حکومت د کابل د وړمې ورځې بريد کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره چې د جنوبي افريقا اته وگړي هم په کې وو، تماس ټينگ کړى دى.

د نړيوالو اړيکو وزارت له هغه خصوصي هوايي شرکت سره په همکارۍ کې دى چې وژل کسان يې په کار گومارلي وو.

دغه راز له افغان حکومت سره يې هم اړيکي نيولي چې د مړو د لېږدولو ترتيبات ورسره وسنجوي.

وژل شويو کسانو له ٣٠ تر ٦٥ کلو عمرونه درلودل او د جنوبي افريقا له بېلا بېلو سيمو څخه وو.

يوې يې د برتانيا گډ تابعيت هم درلود او سملاسي په سکاټلنډ کې مېشته وه.

جنوبي افريقا چې اوږدې لسيزې له نژادي تاوتريخوالي سره مخامخ وه، ټينگار کړى چې د تاوتريخوالي سر هیڅ ځاى ته نه وځي او ټولې شخړې بايد په روغه هوارې شي.

حکومت دغه راز دا وژنه سخته غندلې او ويلي يې دي چې ټولې وژنې بدې دي، په تېره بيا د بې گناه وگړو وژل هیڅکله جواز نه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .