په کودتا تورن ترکي جنرالان زنداني شول

د خپريدو وخت: 18:37 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

تمه کيږي چې دا کسان د ژوند لږ تر لږه ۲۰ کاله په زندان کې تېر کړي.

په ترکیه کې یوې محکمې د هغه هېواد درې پخواني جنرالان چې د حکومت د را پرځولو په توطيې تورن وو په عمري بند زندان ته استولي.

څارنوالان وايي دغو درې کسانو د ۳۰۰ هغو افسرانو د ډلې مشري په غاړه درلوده چې غوښتل يې حکومت ضد کودتا وکړي.

استانبول ته نژدې په سېلېبرې (Silivri ) کې یوې محکمې دغه درې کسان د حکومت پر ضد د کودتا په تور عمري زنداني کړل.

تمه کيږي چې دا کسان د ژوند لږ تر لږه ۲۰ کاله په زندان کې تېر کړي.

دغې محکمې ۳۴ نور هغه افسران سپین بللي دي چې له دغو درې جنرالانو سره يې یو ځای محاکمه روانه وه.

څاروالانو وموندله چې د دغو درې لوړ پوړو جنرالانو په ګډون د افسرانو دغې ډلې په ۲۰۰۳ کال کې غوښتل د رجب تیب اردوغان په مشرۍ نوی ټاکل شوی حکومت را و پرځوي.

دغه پلان یو نوم دلوده. ځپوونکی څټک يې باله.

د دې ډلې موخه دا وه چې په هېواد کې بمي بریدونه تر سره او ګډوډي جوړه کړي چې له امله به يې پوځي ځواکونو دولت پرځولی وای.

خو د محکمې په ترڅ کې تورنو کسانو ټینګار کاوه چې دا هر څه یوه غلط فهمي ده او ځپوونکی څټک یوازې او یوازې یو پوځي تمرین وو نه کودتا خو داسې ښکاري چې محکمې خپله پړېکړه کړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .