د قبر شناخته کمپیوتري شوه

د خپريدو وخت: 14:52 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

مېرمن فرېډېنلونډ د هغو کسانو په ډله کې ده چې غواړي د مړو یادونو او خاطرو په ساتنه کې انقلاب را ولي.

نوې تکنالوژۍ په ډنمارک کې هدیرې بدلې کړي دي.

د قبرونو په شناختو داسې چېپونه یا شفرونه نښلول شوي دي چې د سمارټ فون کهول ته په خاورو کې د پټ شوي انسان ټولې خاطرې لري.

دورتي فرېډېنلونډ (Dorthe Frydenlund) د ګلانو له یوې ګېډۍ سره د خپل پلار بېنت (Bent) قبر ته ور غله چې سږ کال مړ شوی و.

مېرمن فرېډېنلونډ د هغو کسانو په ډله کې ده چې غواړي د مړو یادونو او خاطرو په ساتنه کې انقلاب را ولي.

د رنګا رنګو بوټو او ګلانو په ګېډیو کې په یوې ډبرې کمپیوټري چېپ یا شفر لګېدلی چې کیو ار (QR) یا د چټګ ځواب شفر يې بولي.

د مېرمن فرېډېنلونډ ۱۴ زوی نیکولي (Nikolai) سمارت یا نوی فون د کوډ یا شفر لوستلو پروګرام لري چې له انټرنېټ څخه يې وړیا کښته کړی دی.

نوې تکنالوژۍ په ډنمارک کې هدیرې بدلې کړي دي.

نیکولي شفر په خپل فون ګوري او سملاسي په شیشې د خپل نیکه عکس او د هغه لنډه شرح مومي.

مېرمن فرېډېنلونډ وايي: "یوې ګورنۍ ته دا ډېر ارزښت لري چې د خپل پلار یاد وساتي. دا د زړه د ډاډ په مانا نه دی بلکې د نورو خلګو لپاره ښه دی چې د مړه شوي کس د ژوند کیسه ولولي. زما د زوی لپاره ښه ده چې خپل نیکه هېر هېر نه کړي".

د ډنکارک د قبرونو د شناختو د تر ټولو لوی جوړونکي د دفتر مشر نیلس کرېسچن نیلس (Niels Christian Nielsen) وايي دا چېپ به ډېر ژر هغومره ارزښت ولري لکه د وصیت لیکل.

ښاغلی نیلس وايي:"زما په خیال هر څوک يې خوښوي. زه يې په هر هېواد کې مینه وال وينم. دا د یوه کس د ژوند د کیسه کولو، تر ټولو ښه لار ده. موږ هر کس یوه کیسه لرو. که بزګر دی، که رییس دی، هر یو یوه کیسه لري. او هدیرې ته تګ هم له دې سره په زړه پوری کيږي"

په یوه نژدې ښارګوټي هالبېک Holbaek کې د کلیسا شورا ګڼ شفرونه اخیستي چې ځايي مهم کسان په کې ژوندي وساتي.

د شورا مشره هېن کورسبای Hanne Korsby په ډېره لیوالتیا دعوه کوي چې دا شفرونه د ځايي تاریخ ساتلو لپاره یوه مهمه وسیله ده.

دا وايي: "ګومان کوم تاریخ هېر شوی دی. خو ډېر داسې خلک شته چې مهم دي. فکر کوم چې د دوی کیسه او څه چې په ژوند کې کړي دي ډېر مهم دي. زما په ګومان دا ډېره مهمه ده چې را تلونکی نسل يې په زړه ولري".

نو که چېرې دغه تجربه دوام وکړي، هدیرې به یوازې د ویرجنو کسانو لپاره نه وي بلکې د هغو لپاره به هم وي چې د نورو خلکو په باب د معلوماتو غوښتوونکي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .