ليبيا کې د اسلام پالو پر مرکزونو بريد شوى

د خپريدو وخت: 13:36 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

په دغو اډو کى د سخت دريځي اسلام پالى ډلې انصار الشرعيه مرکزونه هم شا مل دي.

د مليشو پر گڼو اډو د لیبیا د بن غازي پوځي پوليسو او اعتراض کوونکو يرغل کړى دى.

په دغو اډو کى د سخت دريځي اسلام پالى ډلې انصار الشرعيه مرکزونه هم شا مل دي. خو پر نورو مرکزونو يرغل په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ شوى دى.

عيني شاهدان او چارواکي وايي هلته څلور کسان ووژل شو او په لسگونو نور ټپيان شوي دي.

بي بي سي ته یوې باوري سرچینې ويلي چې نن (سپتمبر/۲۲) سهار د شپږو نورو کسانو مړي هم له دغو اډو را ایستل شوي چې ښکاري ويشتل شوي وي.

دغه سرچینه وايي د اوو نورو کسانو کورنیو هم ويلي چې خپلوان يې ورک دي.

د لیبیا چارواکو په دغه ډول چپاو نیوکه کړې او وايي په دغو ځایونو کې داسې کسان هم وو چې د دوی تر څار لاندې يې فعالیت کاوه او د ښار د امنیت په ساتنه کې يې مرسته کوله.

په دغه بریدونو کې یاغیانو په چټکۍ خپلې اډې پرې ايښې دي.

دا هر څه په داسې وخت کې را منځ ته کيږي چې پرون (سپتمبر/۲۱) په بن غازي کې اوسېدونکو لاریون وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې یو واحد، مشروع، امنیتي پوځ جوړ کړي او ټولې خپلې سرې ملېشې خلع سلاح کړي.

دا لاریونونه د هغې پېښې په ځواب کې کېدې چې تېره اوونۍ په کې د امریکا د سفیر کرېس سټيفينز(Chris Stevens) په ګډون د سفارت نور کاروونکي هم ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .