د سوریې 'خپلواک پوځ' مرکزي قومانده سوریې ته ولېږدوله

د خپريدو وخت: 08:01 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391
د سوریې 'خپلواک پوځ'

اعلاميې د جنګياليو د ډلو ترمنځ د يووالي نښه هم له ځان سره لرله، چې اړتيا يې په زياتېدو ده.

د سوریې د واکمن نظام مخالف"د سوریې خپلواک پوځ" ویلي چې د مرکزي قوماندې مرکز یې له ترکیې څخه د سوریې ازادو شوو سیمو ته لېږدولی دی.

دغه اعلان چې د سوريې خپلواک پوځ مشر ډګروال رياض الاسعد لوست، د سوريې دننه نه لومړۍ اعلاميه نومول شوې وه.

په اعلاميه کې په ډاګه شوه، چې د سوريې دننه له وسله والو ډلو سره په همغږۍ، د قوماندې مرکزونه اوس هغه ځايونو کې فعاليت کوي چې اعلاميې (ازادې شوې سيمې) وبللې.

دغه اعلاميې يو ځانګړی ډاډ له ځان سره درلود، ګنې د حکومت له سختو هلوځلو سره سره چې دغه سيمې بيا تر ولکې لاندې راولي، دوی يې ساتلی شي.

اعلاميې د جنګياليو د ډلو ترمنځ د يووالي نښه هم له ځان سره لرله، چې اړتيا يې په زياتېدو ده.

روښانه ده چې د سوريې خپلواک پوځ د دې تمه هم لري چې په بهر کې تر هر ډول نړيوال او سيمه ييز فشار لاندې د خپل شته والي په پرتله اوس په لا خپلواکه توګه عمل وکړي.

ډګروال الاسعد وويل له دغه ګامه يې موخه دا وه چې په نژدې وخت کې دمشق ازاد کړي.

خو مخکې له دې چې دا لرليد په رښتيا واوړي، خورا اوږد واټن به يې ترمخ وي، او په همدې وخت کې د دوی د مرکزي قوماندې نوی مرکزونه به چې په يو پټ ځای کې دي، په خطرناک ډول د واکمن نظام له لوري د هوايي بريدونو تر ګواښ لاندې وي.

دا جګړه لا تر اوسه د دوام اوږده لار تر مخ لري، او په عمومي ډول د ورځې ۱۵۰ وګړي په کې وژل کېږي.

په حلب کې بيا د يوې نړېدلې ودانۍ په کنډوالو کې خلک په وېره او نهيلۍ په کيدنو بوخت و، فعلان وايي دغه ودانۍ د حکومتي الوتکو په بمبارۍ کې نړېدلې وه.

بيا د غم فضا وه، په داسې حال کې چې د يوه ماشوم بې روحه جسد راويستل شو.

ياغيانو له هغه راهيسې چې دوه مياستې مخکې په حلب کې جګړې زور اخيستی، د حکومتي ځواکونو له ځوابي بريدونو او درنو بمباريو سره سره، د دغه ښار ځينې برخې نيولې دي.

خو مخالف جنګيالي لا تر اوسه پر ټول ښار له ولکي ټينګولو لرې دي، په داسې حال کط چې دمشق لا ډېر د حکمت تر ولکې لاندې دی.

دا جګړه لا تر اوسه د دوام اوږده لار تر مخ لري، او په عمومي ډول د ورځې ۱۵۰ وګړي په کې وژل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .