امریکا پاکستان او عراق ته نوي سفیران ټاکلي

د خپريدو وخت: 11:29 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391
ریچرډ اولسن

اې ایف پي خبري اژانس وايي، دیرش کلن ریچرډ اولسن تر تېر جون میاشتې پورې کابل کې د امریکا په سفارت کې د پرمختیايي چارو مسؤول پاتې شو دی.

امریکا د عراق او پاکستان لپاره نوي سفیران ټاکلي دي.

رپوټونه وايي چې ریچرډ اولسن د پاکستان لپاره د امریکا نوی سفیر او رابرټ سټیفن د عراق لپاره د امریکا د نویو سفیرانو په توګه ګمارل شوي دي.

اې ایف پي خبري اژانس وايي، دیرش کلن ریچرډ اولسن تر تېر جون میاشتې پورې کابل کې د امریکا په سفارت کې د پرمختیايي چارو مسؤول پاتې شو دی.

او تر هغه وړاندې یې له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۱ پورې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده مخته وړې ده.

ریچرډ اولسن د پاکستان لپاره د امریکا د نوي سفیر په توګه داسې مهال ټاکل شوی، چې اسلام ته د سپکاوي په غبرګون کې پاکستان کې تاوتریخجنې مظاهرې وشوې چې په لړ کې یې شل کسان ووژل شول.

خو د عراق لپاره نوي ټاکل شوي سفیر رابرټ سټیفن د تېر کال له جولای راهیسې بغداد کې د امریکا د سفارت د ماموریت د مرستیال مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

رابرټ سټيفن له ۲۰۰۸ راهیسې تر ۲۰۱۱ پورې اردن کې د امریکا سفیر هم پاتې شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .