مالیزیا کې د ښو جنسي زده کړو غوښتنه وشوه

د خپريدو وخت: 07:29 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

داسې نه برېښي چې دا حالت دې ژر بدلون ومومي په دغه هيواد کې چې ډيرى يې مسلمانان دي د جنسي اړيکو په باب خبرې ناروا بلل کېږي.

په ماليزيا کې وروسته له هغه د ښو جنسي زده کړو د ورکړې غوښتنه وشوه چې تېره اوونۍ يو نوى زېږېدلى ماشوم له يوې کړکۍ د باندې وغورځول شو.

له هغه وروسته د ماشومانو د پرېښولو دوه نورې پېښې هم مخې ته راغلي.

باور دى چې د غه نوي ماشومان ناواده کړې مسلمانې ميندې پريږدي.

جېنفرپاک په خپل رپوټ کې ليکي:

ناواده کړې ميندې د خپلې ميندوارۍ د پټولو لپاره خورا سختې لارې چارې غوره کوي.

تېره اوونې د ماليزيا پلازمېنه کې يو نوى زيږېدلى ماشوم د يوۀ بلاک له دريم پوړ نه لاندې گوزار او مړ شو.

دوه ورځې وروسته د کولالمپور د هوايي ډگر پر زينو يو اوم جنين پريښوول شوى وۀ.

وروسته بيا ختيځ لوري ته وړاندې د ترېنگانو په زاړۀ پالي ايالت کې يوه نوې زيږېدلې نجلۍ چې نوم يې لا نه وو پرې شوى د يوۀ جومات مخې ته وموندل شوه.

په تېرو څو کلنو کې لسگونه مسلمان ماشومان په دغه ډول پرېښوول شوي دي.

د ټولنيزو چارو کارکوونکي په دې باور دي چې له واده پرته د ماشوم زيږولو شرم او هغو مېرمنو ته چې روغتيا يې له خطر سره مخ وي د ماشوم زيانولو محدويت د دې لامل گرځي چې دغه ميندې خپل ماشومان خوشې کړي.

نوراني عثمان د يتيمانو د ساتنې د خيريه بنسټ له لارې له نا واده شويو ميندو سره مرسته کوي:

"څو مېرمنې موږ سره دلته وې چې څه د پاسه دېرش کاله يې عمرونه وو او کار يې هم کاوۀ خو په دغې هېواد کې له وادۀ پرته ماشوم درلودل هومره لويه بدنامي ده چې لومړنې اقدام دا وي چې بايد پريږدي."

له دغو مېرمنو سره د مرستې په موخه د يتيمانو د ساتنې بنسټ په لومړي ځل دا اسانتيا دوى ته برابره کړه چې پرته د خپل نوم د ښوولو کولاى شي خپل ماشوم هلته پرېږدي.

خو ځينې وايي په ښوونځيو کې د ناغوښتل شوې ميندوارۍ د مخنيوي لارې چارې بايد وښوول شي او يواځې په دې ټينگارکول چې هغوى د له جنسي اړيکو ډه ډه وکړي بس نه دي.

داسې نه برېښي چې دا حالت دې ژر بدلون ومومي په دغه هيواد کې چې ډيرى يې مسلمانان دي د جنسي اړيکو په باب خبرې ناروا بلل کېږي.

او مېندوارې انجونې داسې احساس کوي چې دخپلو ماشومانو له پرېښودو پرته بله لاره نه لري.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .