برتانیا له کاناډا سره ګډ دېپلماتیکې څانګې جوړوي

د خپريدو وخت: 15:35 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

برتانیا غواړي په بهر کې له کاناډا سره ګډې دېپلماتیکې څانګې جوړې کړي.

برتانيا غواړي په بهر کې له کاناډا سره گډې ډېپلماتيکې څانگې جوړې کړي.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هېگ ددې پلان نور جزييات په اوتاوا کې پر دوشنبه ناوخته له خپل کاناډايي سيال جان بيئرډ سره تر کتنې وروسته په ډاگه کوي.

په ډېپلماتيکو چارو کې د بي بي سي خبريال جانتن مارکس په دې اړه خپل رپوټ کې وايي:

د برتانيا او کاناډا له خوا په بهر کې په گډه د ډېپلماتيکو ادارو چلول، د هغې نوې همکارۍ په لړ کې لومړنى گام دى چې ښايي آسټراليا او نيوزيلند هم په کې راښکېل شي.

موخه داده چې د دواړو هېوادو ډېپلماتيک شتوالى هغوگوښو سيمو ته چې يا په کې لندن او يا اوټاوا دمخه سفارتونه نه لري، وغزول شي.

په دې سره ښايي دواړه حکومتونه جوگه شي چې د چين او لاتيني امريکا په څېر راد بره کېدونکو اقتصادي ځواکونو کې پراخ ډېپلماتيک جال رامنځ ته کړي.

ددې اعلان په درشل کې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هېگ وويل چې "دا طرحه به په بهر کې د برتانيا لاسرسي په لږ لگښت، پراخ کړي".

ددې همکارۍ په رامنځ ته کېدو کې پيسې هم يو عامل دى، ځکه چې د برتانيا او کاناډا دواړو د بهرنيو چارو وزارتونو بودجې تر فشار لاندې دي. خو دا ډېپلماتيک تړاو به دغه راز د برتانيا په واکمن محافظه کار گوند کې د هغو کړيو په زړه هم ښه ولگېږي چې له اروپا سره پر ډېرې نژدې همکارۍ شکونه لري. په دغو کړيو کې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو د خپلې څانگې پر پراختيا ناخوښي شته.

پخپله په کاناډا کې هم نيوکې راپورته شوي، داسې چې يوه پخواني ډېپلمات يادونه کړې چې برتانيا او کاناډا د هغه په وينا "يو له بله سره نه نښلېدونکې بېلگې دي."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .