لیبیا:وسله والې ډلې باید دولتي تاسیسات خوشي کړي

د خپريدو وخت: 09:10 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391
لیبیا

د واکمن کانګریس مشر وايي ټولې وسله والې ډلې به له منځه یووسي.

د لیبيا پوځ هغو وسله والو ډلو او مليشو ته اته څلويښت ساعته وخت ورکړى دى چې پوځي تاسیسات او نورې دولتي ودانۍ خوشې کړي.

چارواکي وايي له وړاندې ېي یو شمېر خپلسرې مليشه له هغې ودانۍ ايستلې دي، چې د طرابلس هوايي ډگر ته په غځېدلې لاریې یوه ودانۍ نيولې وه.

د جادو انقلابي ډلې قومندان اسامه محمد چې ټاکل شوې ډله یې منحله شي له ټولو ډلو غوښتي چې دغه غوښتنه په پام کې ونیسي.

د روانې میاشتې په اوږدو کې په امریکا کې د جوړشوي هغه فلم په ضد په بنغازي ښار کې له تشدده ډکې مظاهرې وشوې چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی دی او په رپوټونو کې ویل شوي، چې ترهګرو له دې فرصت نه ګټه اخېستې ده.

له دې پېښې وروسته د لیبیا د واکمن نېشنل کانګریس مشر محمد مغاریف اعلان وکړ چې په خپل هېواد کې به ټولې غیر قانوني وسله والې ډلې له منځه یوسي.

د دې وسله والو ډلو په ضد مظاهره کوونکو لیبیایانو د دغه اعلان تود هرکلی کړی.

د برتانوي خبري اژانس رویټرز په یوه رپوټ کې د علي نصر له قوله ویل شوي، چې که څه هم ځنډ شوی خو دی د محمد مغاریف او د هغه د پرېکړې ملاتړ کوي. نوموړی وايي: دا یوه غوره پرېکړه ده چې له ډېرې مودې راهیسې يې انتظار کېده، لږ تر لږه په بنغازي کې له مظاهرو وروسته، په دې معانا چې اوس له مخونو نقابونه لرې شوي دي او هرڅه څرګند ښکاري.

دلیبیا د یوه بل اوسېدونکي ابوبکر په خبره: نور بس دی، موږ دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او ملي پوځ غواړو او موږ نور هیڅ یوه وسله واله ډله نه غواړو، انقلاب بشپړ شوی او د الله تعالی(ج) شکر دی معمر قذافي له منځه تللی دی.

له دې مخکې موقت واکمن محمد مغاریف د یکشنبې په ورځ وویل، چې له حکومتي واکمنۍ بهر به ټول کمپونه او وسله والې ډلې له منځه یووړل شي او هیڅ یوې داسې پوستې ته به اجازه ورنه کړل شي، چې حکومتي اجازه ونه لري.

"دا یوه غوره پرېکړه ده چې له ډېرې مودې راهیسې يي انتظار کېده"

علي النصر

د معمر قذافي د حکومت په پرځولو کې د دغو ډلو رول خورا مهم و.

د یادونې ده چې د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره په بنغازي ښار کې د امریکا په کونسلګرۍ له برید وروسته چټک ګامونه پورته کړل شول.

په هغه برید کې د امریکا د سفیر په ګډون څلور امریکایان ووژل شول. د هغه برید تور په یوه توند لارې اسلامي ډله انصار الشریعه ولګېد.د سفیر له وژل کېدو وروسته د بنغازي ښاریانو وسله والې ډلې له ښاره واېستلې.

لیبیا

د وسله والو ډلو په ضد مظاهره کونکو د حکومتي اعلان هرکلی کړی.

پروسږ کال په لیبیا کې د معمر قذافي د حکومت له ړنګېدو وروسته په دغه هېواد کې جوړې شوې وسله والې ډلې او ملېشه ګروپونه اوس په یوه پیاوړي قوت بدل شوي دي.

په ‌طرابلس کې د بي بي سي خبریاله رعنا جواد وايي، حکومت تر اوسه پورې له دې وسله والو ډلو نه د امنیت خوندې کولو لپاره کار اخېست او اوس به وکتل شي، چې د دغه هېواد حکومت د دغو ډلو د له منځو وړلو ستونزمن کار په څه ډول کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د لیبیا په بن غازي ښار کې نژدې دېرش زره کسانو د انصار الشریعه د وسله والې ډلې پر مرکز برید وکړ. مظاهره کوونکو د وسله والو ډلو د له منځه وړلو او قانون د پلي کولو غوښتنه کوله.

د لیبیا لوړ پوړو چارو وویل دوی د احتجاج هر کلی کوي، خو خلک باید د غیر قانوني وسله والو ډلو او هغو ایماندارو یاغیانو تر منځ په توپیر ځان پوه کړي چې پروسږ کال يي د قذافي رژیم د پرځولو پر مهال د ښار په نیولو کې مرسته کړې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .