دپاکستاني هندوانو یوه بله ډله هند ته کډوال شول

د خپريدو وخت: 11:40 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391
پاکستان

له پاکستان څخه هندوستان ته کډوال شویو هندوانو تېره اوونۍ سوله ییز لاریون وکړ

له پاکستان څخه هندوستان ته د هندوکډوالو یوې بلې ډلې ویلي، چې بېرته به پاکستان ته ستانه نه شي. دیکشنبې په ورځ د پاکستاني هندوانو اته څلوېښت کسېزه ډله د هندوستان د راجستان ایالت جود پور ښار ته ورسېده. دغه هندوان په خپلو مذهبي مراسمو کې د ګډون کولو په پلمه هندوستان ته ورسېدل.

په یاد ښار کې د هغو پاکستانی هندوانو لپاره چې دغه ځای ته ورغلي له مخکې نه یو پنډغالی جوړ شوی، چې په کې درې سوه اووه څلوېښت پاکستاني هندوان له مخکې نه مېشت دي. د یکشنبې په ورځ هند ته ورغلي پاکستاني هندوان هم په دغه پنډغالي کې اوسیږي.

هندوستان ته د رسېدلو پاکستاني هندوانو وروستۍ ډله د شپنو رایکاس قبېلې اړوند ده، چې لومړی ځل له خپل ټاټوبي بهر ته کډوال شوي دي. له پاکستان څخه هندوستان ته د کډوال شویو هندوانو لپاره د کار کونکې خیریه موسسې(ایس ایل ایس) مشر هندوسنګ سوډها وايي له دې کسانو سره د خوراک څښاک لپاره هیڅ هم نشته.

د ده په خبره: موږ د ځايي خلکو په مرسته د دې کډوالو لپاره د خوړو په چمتو کولو بوخت یو، خو متاسفانه حکومت راسره تر اوسه پورې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د توند لارو له ډاره تېښته

د پاکستان د سند ایالت له سانګړ سیمې نه هندوستان ته رسېدلي هرک چند وايي، چې ما له خپلې مېرمنې او اته تنه بچو سره په مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره د هندوستان ویزه تر لاسه کړه، خو له ما سره په مراسمو کې د ګډون لپاره پېسې نه شته، بلکې رښتیا خو دادي، چې دا مهال له ما سره یوه پېسه هم نه شته.

"ما له خپلې مېرمنې او اته تنه بچو سره په مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره د هندوستان ویزه تر لاسه کړه، خو له ما سره په مراسمو کې د ګډون لپاره پېسې نه شته"

هرک چند

د یوه بل پاکستاني هندو په خبره چې نه غواړی نوم يي څرګند شي: د توند لارو اسلامي ډلو له امله په هغه ځای کې اوس ژوند کول ګران دي. دی وايي" موږ په داسې حالت کې شپې سبا کوو، چې ډاریږو ، شاید په زور به زموږ د ښځو او نجونو مذهب تبدیل کړل شي. موږ په کورونو کې اېسار یو چې هسې نه ښځې او نجونه مو وتښتول شي او بیا يي مذهب تبدیل نه شي."

په دا وروستیو کې له پاکستان څخه هندوستان ته د هندوانو د کډوال کېدو پېښې ډېرې شوې دي او دغه نوې ډله هم د همدې لړۍ یوه برخه ده. د پاکستان او هندوستان تر منځ د (تهر ایکسپریس) ریل ګاډي په وسیله هره ورځ یو شمېر پاکستاني هندوان هندوستان ته ځي. هندوستان ته تللي اکثر هندوان تور لګوي چې په پاکستان کې له دوی سره د مذهب په بنسټ له تعصبه ډک چلند کیږي.

له پاکستان څخه هندوستان ته کډوال شویو هندوانو تېره اوونۍ سوله ییز لاریون وکړ. دوی له ایالتي اعلی وزیر اشوک ګهلوت سره ولیدل او هغه ورسره د مرستې ژمنه وکړه. له دې مخکې هندوستان هغو پاکستاني هندوانو ته د هندوستاني تابعیت ورکولو لړۍ پیل کړه، چې له اوو کلونو راهیسې په هغه هېواد کې مېشت دي.

ځايي چارواکي وايي داسې نهه سوه تنه پاکستاني تبع کسان شته، چې د هندوستاني تابعیت تر لاسه کولو وړتیا لري. هندوستان په دغه لړ لیک کې د هغو هندو کډوالو نومونه شامل کړي دي، چې د ۲۰۰۴ د دسمبر له میاشتې راهیسې په هندوستان کې مېشت دي او بېرته پاکستان ته نه دي ستانه شوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .