پاکستان کې سېلابونو ۴۰۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 06:05 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391
pakistan-floods

سیلابونو په سند ایالت کې ډېر زیانونه اړولي.

د قدرتي افتونو پر مهال دمرستو رسولو پاکستانۍ ادارې( این ډي ایم اې) چارواکي وايي په هغو سیلابونو کې چې په دا وروستیو کې په دغه هېواد کې راووتل نژدې څلور سوه تنه وژل شوي او شاوخوا پنځه څلوېښت میلیونه تنه نور اغېزمن شوي دي.

د دې ادارې چارواکي وايي د سیلابونو له امله د سند بلوچستان او پنجاب ایالتونه ډېر متاثر شوي دي.

په ريوټ کې دا هم ویل شوي، چې په دې سیلابونو کې تر زرو پورې کسان ټپیان شوي هم دي. خو تر ټولو ډېر زیان په سند ایالت کې اوښتی، چې تر ۲۰۰ تنو پورې په دې سیلابونو کې وژل شوي دي.

بل لور ته د یادې ادارې په رپوټ کې یادونه شوې، چې په سند ایالت کې د متاثره شویو خلکو شمېر هم تر نورو زیات، یانې تر اته وېشت لکه کسانو هم اوښتی دی.

دغه رپوټ زیاتوي په ټول پاکستان کې د دې سیلابونو له امله تر ۳۰۰ زرو پورې کورونه ویجاړ شوي او یا ورته زیان رسېدلی، چې له دې جملې څخه شاوخوا دوه سوه زره ودانۍ په سند ایالت کې زیانمنې شوې او یا هم له منځه تللې دي.

د این ډي ایم چارواکو په وینا د بلوچستان، سند او پنجاب ایالتونو تر ۱۳۵۰۰ پورې کلي له دې سیلابونو څخه متاثر شوي دي، چې په دې کې د سند ایالت د متاثر شویو کلیو شمېر تر ۱۱۰۰۰ زیات دی.

دغه راز په رپوټ کې ویل شوي، چې په ټول پاکستان کې په ۷۵۰ سوه زره هیکټاره ځمکه ولاړه فصلونه د دې سیلابونو له امله زیانمن شوي او یا له منځه تللي دي.

بل لور ته په بلوچستان ایالت کې د شاوخوا۴ زره څارویو په شمول په ټول پاکستان کې نژدې ۸ زره څاروي هم له منځه تللي دي.

د دې ادارې مسوولین وايي دوی په سند او پنجاب ایالتونو کې له سیلاب څخه د متاثرو خلکو لپاره ۴۸۴ موقت پنډغالي جوړ کړي دي. د دوی په خبره، له دې کمپونو څخه ۴۴۴ په سند او ۴۰ په پنجاب ایالت کې جوړ شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .