برتانیا بې وزلو هېوادونو ته خپلې مرستې ډېروي

د خپريدو وخت: 14:09 گرینویچ - چارشنبه 26 سپتمبر 2012 - 05 تله 1391

برتانيا په کال کې ۱۳ ميليارده ډالر د خېر ښېگڼو پر چارو لگوي.

په نيويارک کې د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وينا پر مهال د برتانيا لومړي وزير ويلي، برتانيا ژمنه ده چې د مرستې د بودجې د ډېرولو له لارې د نړۍ له بې وزلو سره مرسته وکړي.

برتانيا د ملگرو ملتونو موخو ته په ژمنتيا سره د خپلو ملي عوايدو، صفر اعشاريه اووه سلنه د خېر ښېگڼو پر چارو لگوي خو دغه مرسته د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله څومره ده او څنگه او پر څه به لگېږي.

برتانيا په کال کې ۱۳ ميليارده ډالر د خېر ښېگڼو پر چارو لگوي.

دا د هغو پيسو درې برابره دي چې د برتانيا د کلتور او سپورت وزارت بودجه جوړوي، خو ترهغه لس برابره کمې دي چې د روغتيا وزارت يې لگوي.

د مرستې د پيسو ډېره لږه برخه د خېر ښېگڼو پرچارو لکه په طبعي آفتونو او وچکاليو کې له اغېزمن شويو خلکو سره پر مرستې لگېږي.

خو ډېره برخه يې له دې کبله د اوږد مهالو پروژو پر پلي کولو لگېږي چې بې وزلي هېوادونه پر خپلو پښو ودرېږي او له اقتصادي پلوه پرځان بسيا شي.

په ځينو حالاتو کې دغه مرستې په نقدي ډول حکومتونو ته ورکول کېږي.

خو د دغو مرستوډېره برخه د نړيوالو چينلونو لکه د اروپايي کميسيون اونړيوال بانک له لارې بې وزلو هېوادونو ته ځي.

دا اوس يو لانجمنه مساله گرځېدلې، ځکه ځينې برتانوي کارپوهان له دې کبله د اروپايي کميسيون پر مرستو نيوکه کوي چې وايي د بې وزلو هېوادونو پر ځاى يې مرستې په منځني عوايدو لرونکو هېوادونو کې لگېږي.

خو له دې هرڅه سره سره د خېر ښېگڼو د موسسو د ېوې ډلې د وروستۍ څېړنې له مخې د اروپايي کميسيون له لارې لگول شوې پيسې په نړۍ کې د بې وزلۍ په کمولو کې ستره اغېزه لرلې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .