د چین کمونیست ګوند بوشیلای محاکمه کوي

د خپريدو وخت: 07:47 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391
بوشیلای

۶۳ کلن بوشیلای په چین کې له ډېر نفوذ لرونکو کسانو څخه دی.

د چین کمونیست ګوند ویلي چې د خپل سیاسي دفتر غړی بوشیلای یې له دندې لیرې کړی او ټاکل شوې ده چې محاکمه یې کړي.

د ګوند سیاسي دفتر ویلي نوموړی په تېرو کلونو کې چین کې په ګډوډۍ جوړولو تورن دی.

بو په چونجیکینګ ښار کې د کمونیستي ګوند د سیاسي دفتر سکرتر و، چې اوس پرې د فساد تور لګول شوی دی.

تېره میاشت د چین یوې محکمې ښاغلي بو ته د اعدام سزا غوښتې وه، او د هغه ښځه ګو کایلای بیا د یوه برتانوي سوداګر په وژنې تورنه ده.

پکین کې د بي بي سي خبریاله وايي، د ګوند وروستۍ پرېکړې یو لړ شکونه راپورته کړي، ځکه چې ښاغلی بو په دغه هېواد کې یو لوی نفوذ لرونکی کس وو.

ښاغلی بو پرې د لګول شوو تورونو له کبله څه وخت تری تم شوی وو، او کمونیستي ګوند وویل چې استیضاح به یې کړي.

د چین خبري اژانس د دغه ګوند د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویلي چې ښاغلی بو په فساد، له واکه په ناوړه ګټې اخیستو، بډو اخیستو او له ښځو سره په ناروا اړیکو لرلو تورن دی.

ټاکل شوې ده چې د چین د کمونیستي ګوند اتلسم کانفرانس به د راتلونکې نومبر پر اتمه جوړ شي، چې په لړ کې یې دغه ګوند خپل غړي او مشران ټاکي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .