د پاپ خدمتګار د غلا په تور محاکمه کېږي

د خپريدو وخت: 08:11 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391
پاپ

پر نوموړي د پاپ د زرینو توکو د غلا تور هم دی، چې ټول ټال ارزښت یې ۱۲۹ زره ډالره اټکل شوی.

د واتیکان د شپاړسم پاپ بندیکټ خدمتګار د پټو اسنادو د غلا په تور په علني توګه محاکمه کېږي.

د پاولو ګابریلي محاکمه د کاتولیکې کلیسا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په علني توګه ترسره کېږي.

دغه رسوايي واتیلیسک (واتیکان ویکيلیکس) نومول شوې ده.

د تورن د محاکمې د خبري پوښښ لپاره یوازې لسو خبریالانو ته اجازه ورکړل شوې ده.

خو د محکمې په انګړ کې یوازې پنځوس کسان په ولاړو ځایېدلی شي، چې د هېڅ ډول ویدیو او عکس اخیستو اجازه په کې نه شته.

۴۶ کلن پاولو ګابریلي -علمانی- د واتیکان وګړی دی، چې د ټول ټال غړو شمېر یې ۵۹۴ کسانو ته رسېږي.

واتیکان په نړۍ کې تر ټولو کوچنی هېواد دی.

پاولو د پاپ امانتدار او نمونه يي خدمتګار وو، چې د پاپ خدمت ته یې خپل ژوند وقف کړی و.

نوموړی زیاتره ژوند په واتیکان کې تېر کړی، او وړاندې له دې چې په ۲۰۰۶ کال د پاپ خدمتګار شي، د کاتولیک کلیسا د اداري رییس د تنظیف سکرتر وو.

پاپ ویلي چې ددغه کس د خیانت له کبله یې، چې ده ته ډېر باوري او نژدې سړی و، ټکان خوړلی دی.

پر پاولو له واتیکان کلیسا څخه د لسګونه هغو پټو اسنادو د کاپي کولو او غلا تور دی، چې یوازې له پاپ او مرستیالانو سره یې خوندي و.

دغه اسناد وروسته د خلکو ګوتو ته ورسېدل.

پر نوموړي د پاپ د زرینو توکو د غلا تور هم دی، چې ټول ټال ارزښت یې ۱۲۹ زره ډالره اټکل شوی.

"واتیلیکس"

د ایټالیا رسنیو او خپرنیو دغې رسوایۍ ته د "واتیلیکس" نوم ورکړی دی.

د خدمتګارانو دغه مشر ټول تورونه منلي، او د پوښتنو ګروېږنو پرمهال یې منلې ده، چې د فساد او رسوایۍ تورونه یې رښتیا دي.

خو نوموړي له پاپ څخه د بښنې غوښتنه کړې ده.

ګابریلي د تېرې مې پر ۲۳مه په واتیکان کې پخپل کور کې نظر بند شو، او تر هغه مخکې ۵۳ ورځې د محکمې په یوه زندان کې بندي وو.

که هرڅه وي ګابریلي ښايي هر وخت وبښل شي، خو محاکمه کېدل یې حتمي دي.

نوموړي ویلي چې په واتیکان کې نفاق او دروغ اوج ته رسېدلي دي چې د هغه په ټکو "واتیکان د نفاق هېواد دی."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .