عراقي زندان برید کې د زندان "ساتوونکو مرسته کړې"

د خپريدو وخت: 15:05 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

په عراق کې پر زندانونو برید کومه نوې خبره نه ده. تېر کال په شمالي ښآر موصل کې تر ۳۵ ډېر بندیان چې د ترهګرۍ تورونه پرې وو وتښتېدل.

عراقي چارواکي وايي د هغه هېواد په تكريت‎ سیمه کې د جمعې ورځې (سپتمبر/۲۸) د زندانیانو په تېښته کې د زندان د ساتوونکو لاس وو.

چارواکي وايي په هغه پېښه کې ۱۶ پوځيان وژل شوي او ۷۵ نور بندیان چې په هغو کې د القاعده شبکې غړي هم شامل دي له زندانه تښېدلي دي.

اوس د عراق د کورنیو چارو وزیر ويلي پلټنو يې موندلې چې زندان ته وسلې او مهمات د زندانیانو خپل او خپلوانو له ځانه سره را وړل او د زندان ساتوونکو به په جېل کې زېرمه کول.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې د تسفیرات د زندان ساتوونکو به د زندان دننه ځینې قلفونه خلاص پرې ښودل.

په یاد زندان کې تر ۳۰۰ ډېر بندیان ساتل کيږي چې ۱۰۲ يې د جمعې په ورځ (سپتمبر/۲۸) هغه وخت د تېښتې هڅه وکړه چې وسله والو په زندان برید وکړ.

د عراق چاواکي وايي چې له هغه ډلې څلور يې وژل شوي، ۲۳ يې بېرته نیول شوي او نور ټول په تېښتې بریالي شوي دي.

دغه زندان د عراق په صلاح الدین ولایت کې پروت دی او پر زندان د جمعې تر برید وروسته يې د پولیسو مشر له دندې ګوښه شو او پر ښار کرځ بندیز لګېدلی دی.

د جمعې په ماښام (سپتمبر/۲۸) د صلاح الدین د ځايي شورا مرستیال شبان الملا چیاد وويل دغه پلان شوی برید د فساد له امله شوی.

"په دې پېښه کې خامخا یو ډول نه یو ډول فساد موجود دی. په دې پېښه کې خامخا داسې کسان شته چې وسلې يې زندان ته لېږدولي، ساتلي يې دي او موبایل ټیليفونونه يې زندان ته استولي. دا پېښه د فساد له امله را منځ ته شوه. فساد او درغلي تر ترهګرۍ هم ډېر زیان رسوي. فساد زموږ هېواد له بېخه خرابوي".

د عراق د کورنیو چارو وزارت په خپله انټرنېټ پاڼه کې د تكريت له اوسېدونکو غوښتي چې که د تښتېدولو زندانیانو په اړه هر ډول معلومات لري یاید چارواکو ته يې ووايي ځکه تښتېدلي زندانیان ډېر خطر ناک کسان دي او وايي ډېری يې د القاعده شبکې غړي دي.

په عراق کې پر زندانونو برید کومه نوې خبره نه ده. تېر کال په شمالي ښآر موصل کې تر ۳۵ ډېر بندیان چې د ترهګرۍ تورونه پرې وو وتښتېدل.

همدغه د تكريت زندان په خپله هم په ۲۰۰۹ کال کې وروسته له هغه چې ۱۶ بندیان يې د تشناب د کړکۍ له لارې وتښتېدل له خپل پخواني ځایه و لېږدول شو.

په هغو ۱۶ کسانو کې پنځه يې د القاعده شبکې غړي وو.

دا د عراقي چارواکو او د هغه هېواد امنیتي ځواکونو ته یوه بله شرموونکې پېښه ده ځکه د امریکايي ځواکونو تر وتلو یو نیم کال وروسته هم و نه توانېد چې د هېواد ولکه تر ګوتو کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .