ګوانتانامو تر ټولو کوچنی زنداني کاناډا ته لاړ

د خپريدو وخت: 16:16 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391

د خدر کورنۍ د "کاناډا لومړنۍ ترهګره کورنۍ" بلل شوې.

تر ټولو کمکی زنداني چې امريکا د ګوانتانامو په زندان کې ساته د خپلې محکمې د بشپړولو لپاره پلرني ټاټوبي، کاناډا ته استول شوی دی.

عمر خدر يوازې ۱۵ کلن و چې په ۲۰۰۲م کال کې په افغانستان کې له ټپي کېدو وروسته ونیول شو.

ښاغلی خدر د يوه امريکايي سرتېري په وژلو ګرم پېژندل شوی او له تېرو اتو کلونو راهيسې په ګوانتانامو کې ساتل کېده.

دی د امريکا د يوې پوځي محکمې له لوري په جنګي جرمونو پړ بلل شوی دی.

۲۶ کلن عمر خدر د خپل عمر درېمه برخه د گوانتانامو په زندان کې تېره کړې ده.

هغه په ٢٠٠٢ کال کې په افغانستان کې د القاعدې د غړو په يوه کور باندې له بمبار وروسته نيول شوى و.

له هغه سره دوه کاله وړاندې د اقرار په بدل کې، د نرمۍ ښودلو موافقه وشوه چې په نتيجه کې يې هغۀ د يوه امريکايي پوځي د وژلو په گډون پنځه جنگي جرمونه و منل.

د دې اعتراف له امله هغه ته د اته کالن بند سزا اعلان شوه او دغه راز د کاناډا حکومت سره د يو دېپلوماتيک تړون له لارې موافقه شوې وه چې خدر به خپل بند په کاناډا کې بشپړوي.

دې دوسيې په کاناډا کې عام وگړي په خپلو کې سره وېشلي دي.

د هغه پلويان وايي نوموړي يوازې د دې لپاره اعتراف کړى چې له بنده خلاص شي.

د القاعدې ملاتړی

کاناډا د عمر خدر په قضیه کې له ښکاره مداخلې ډډه وکړه. که څه هم په اوتاوا کې یوې محکمې کاناډا د عمر خدر د حقونو په سر غړاوي هغه وخت تورنه کړه چې معلومه شوه له هغه په ګونتانامو زندان کې کاناډايي ایجنټانو تحقیق کړی و.

که څه هم ډېریو کاناډایانو، کاناډا ته د عمر خدر د لېږدېدو ملاتړ کاوه خو ښکاري چې اوس هم یو ډله سره وېشلې ده.

ډېری کاناډايان عمر خدر او د هغه د کورنۍ ځینو غړو ته د ګواښ په سترګه ګوري.

خو شته ځینې نور چې له هغه سره خواخوږي لري او د اسلامي اډیالوژۍ او امریکایايي چارواکو په لاس ځورول شوی یو معصوم قرباني يې بولي.

د خدر کورنۍ د "کاناډا لومړنۍ ترهګره کورنۍ" بلل شوې.

د هغه پلار چې د القاعده شبکې د مشر اوسامه بن لادن ملګری و خپله کورنۍ د پاکستان پېښور ته هغه وخت چې خدر لا کوچنی وو د دې لپاره یوړه چې د روسانو پر ضد جګړه کې د افغان مجاهدینو ملاتړ وکړي.

د خدر پلار په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستاني طالبانو سره په ډزو کې ووژل شو.

د هغه یو ورو د سینې لاندې په هماغه جګړه کې د ټپي کېدو وروسته شل شو.

یو بل ورو يې په دې وروستیو کې د تورنتو له یوه زندانه را خلاص شو.

د عمر خدر خور زینب او مور يې ماها هم ټول خپک د سخت دریځو نظریو په لرولو پېژني.

عمر خدر په داسې حال کې د ګوانتانامو زندان نه را خوشې کيږي چې ۱۶۶ زندانیانو لا هم هلته شپې ورځې سبا کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .