هندي فلمونو سیاحتي بازار تود کړی

د خپريدو وخت: 15:53 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391

"زندګي نه مېلې ګي دوباره" د تېر کال تر ټولو زيات بريالی فلم و.

د هند په ختيځ کې سفري اېجنسۍ وايي د هغو خلکو شمېر زيات شوی چې په فلمونو کې انځور شويو ځايونو ته سفر کوي.

له اسپانيا نه راپورونه وايي وروسته له هغه چې په دغه هېواد کې يو مشهور فلم ډک شو، دغه ځای ته د ورتلونکيو خلکو شمېر ۵۰ سلنه زيات شوی دی.

د هند په ختيځ لوی ښار کلکته کې د بي بي سي خبريال راهول ټنډون وايي ده د کلکتې په يوه سينما کې د خلکو اوږد کتار وليد، چې د (برفي) په نامه نوموتي فلم کتلو لپاره يې ټکټونه پېرل.

دغه فلم د هند پر لوړه پراته ښار ډارجيلېنګ کې ډک شوی، او له هغه راهيسې چې د دې مياشتې په لومړيو کې را وتلی، د هغو خلکو په شمېر کې زياتولی راغلی چې غواړي په دې سيمه کې رخصتۍ تېرې کړي.

"زندګي نه مېلې ګي دوباره" د تېر کال تر ټولو زيات بريالی فلم و چې د اسپانيا په بېلا بېلو برخو کې د هند د تر ټولو مشهورو دريو فلم ستوريو د ځمکني سفر کيسه کوي.

انيل پنجابی د هند د سفري اېجنسيو په فډراسيون کې کار کوي، دی فلمونه، سيلانۍ ته د خلکو په هڅونه کې مهم بولي.

"د دوی شمېر خورا لوړ شوی دی. خلک ور جذبېږي، او د اسپانيا شهرت په زياتېدو دی. فکر کوم دا يوازينۍ لار ده چې ولسونو او خلکو ته رسېدنه پرې کېدی شي. کله چې باليووډ يو نوی ځای راپيدا کوي، په ناڅاپي ډول هغه لور ته د خلکو بهير هم ورماتېږي".

موينا بېسواس بيا د کلکتې په جاډاوپو پوهنتون کې استاد دی. دی وايي د همدې سيلانۍ له امله ځينې هېواودونه دې ته لېواله دي چې د هندي فلم جوړونکيو پام ور واړوي:

"سويس، نیوزيلنډ او اسټراليا په واقعيت کې داسې سوداګريز فعاليتونه جوړ کړي چې د ممبای فلم صنعت ورجذب کړي".

په داسې حال کې چې د هندي ټولنې منځنی پوړ مخ پر ودې دی، د دغه هېواد لا ډېر خلک اوس بهر ته سفرونه کوي.

داسې ښکاري چې د دوی ترمنځ ډېری وګړي لکه دې سينما ته چې راغلي، د فلمونو له کتلو وروسته د خپل سفر او سيل ځايونه غوره کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .