مصريان پر کمپ ډیویډ تړون سره وېشلي دي

د خپريدو وخت: 09:55 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
دا تړون د وخت مصري ولسمشر د اسرايلو له لومړي وزير سره د امريکا د ولسمشر په حضور کې لاسليک کړ

دا تړون د۱۹۷۸ کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۷ نیټه تر ١٢ ورځنيو پر له پسې بحثونو وروسته د مصر د ولسمشر محمد انور سادات او د اسرایل د لومړي وزیر منا جیم بیغن ترمنځ د امریکا پلازمینې ته نژدې د کمپ ډیويډ په سيمه کې د سپنې ماڼۍ د هغه وخت د واکمن جیمې کارتر تر څارنې لاندې لا سلیک شو.

تړون د مصر او اسرایلو تر منځ د معاهدة السلام یا د سولې مهم تړون ته لاره هواره کړه چې ۱۹۷۹ کال د مارچ په ۲۶ نیټه لاسلیک شو چې نهه مادې لري او له مخې يې دعر بو او اسرا یلو تر منځ په ۱۹۴۸ کال کې پیل شوې جگړه پاى ته ور سېده.

اسرایلو چې په ۱۹۶۷ کال کې د مصر د سینا سیمه نیولې وه د تړون د دویمې مادې له مخې به خپل ځوا کونه با سي او د دواړو هېوادونو تر منځ به هغو پلو ته درناوى کیږي چې د ملگرو ملتونو له خوا د مصر او فلسطین تر منځ موجودې دي.

"تر دغه تړون وروسته د ډیرو اسلامي او عربي هېوادونو اړیکې له مصر سره خرابې شوې او د عربي ټولنې مرکز له پلا زمینه قا هرې څخه تونس ته ولیږدول شو "

دواړه لورې به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې خپلې اړیکې تنظموي او همدا شان د سینا سیمه په دریو برخو وویشل شوه چې د مصر حکومت حق لري په الف بر خه کې تر ۲۲زره پورې پوځیانو او درنې وسلې پر ځاى کړي په منځنۍ برخه کې تر ٨٠٠٠ پورې سرحدي ځواکونو حق لري خو په اخرنۍ او له پولو سره په څېرمه سیمه کې دومره ځواکونه سا تلای شي چې د پلو امنیت وسا تي ورسره د اسرا یلو بيړۍ حق لري چې د سویس له کانال څخه په ازاده توگه تیرې شي د تړون د عملي کولو پر سر اختلافات به د خبرو له لارې هواریږي.

پایلې

تر دغه تړون وروسته د ډیرو اسلامي او عربي هېوادونو اړیکې له مصر سره خرابې شوې او د عربي ټولنې مرکز له پلا زمینه قا هرې څخه تونس ته ولیږدول شو چې له مخې يې د مصر غړیتوب له ۱۹۷۹ کال څخه تر۱۹۸۹پورې وځنډول شو خو په ورته وخت کې مصري او اسرایلي مشرانو د سولې د نو بل جا یزه تر لا سه کړه.

خو سیاسي کتونکي وايي چې دغه تړون ونه توانېده د دواړو لوریو تر منځ جوهري اختلا فات له منځه لرې کړي او اړیکې نورمال حا لت ته را وگرځوي.

مصر د هغو اسرا یلي پوځیانو د محکمې غوښتونکې ده چې په اسرا یلي بندي خانو کې يې مصريان وژلي دي مصر دغه غوښتنه په ۲۰۰۳ کال کې يو ځل بیا تکرار کړه خو تر ټولو مهمه غو ښتنه چې ډیر عربي هېوادونه يې کوي هغه په منځني ختیځ کې د اټومي وسلو د مخنوي تړون دى چې له اسرایلو پرته ټولو پرې هو کړه کړې ده.

په تړون باندې له سره غور کولو ته هلته لاره هواره شوه چې کله وسلوالو د سینا په رفح سیمه کې ۱۶ مصري پوځیان ووژل دا هغه وخت وو چې په مصر کې د اسلامپال ولسمشر د واک ته رسېدو څو اونۍ تیرې شوې وې چې له مرسي سره بخت یارې وکړه د پو ځیانو د وژل کېدو په خا طر یې د دریو لسییزو واکمن پو ځي مشران له واکه لرې کړل او د سینا سیمې ته په زیات شمیر ځوا کونه او درنې وسلې د وسلوا لو د ځپلو په خا طر دننه کړې خو اسرایل وايي چې دا کار له دوى سره په توا فق کې شوى دى.

د ولسمشر مرسې سلا کار سیف الدولة وايي په زیا ت شمیر سیاسي گوندونه په دې نظر دي چې په تړون کې دې بدلون راشې په ځا نگړې تو گه څلورمه ماده کې چې د هغې له مخې مصر حق نه لري په زیات شمېر کې ځواکونه سینا ته دننه کړي.

"که چیرته فلسطیني هېواد په رسمیت ونه پیژندل شي نو د دغه تړون شرطونو ته درناوى کومه معنى نه لري."

ولسمشر مرسي

سیف وايي چې ولس په سینا کې له دغه حالت څخه خو ښ نه دى نو له دې کبله به ولسمشر او راتلونکى پارلمان ته خپل وړا ندېزونه مخته کوې چې تصمیم پرې ونیسي.

ولسمشر هم له نیويارک ټا یمز ور ځپا ڼې سره په یوه مرکه کې ویلي ول که چیرته فلسطیني هېواد په رسمیت ونه پیژندل شي نو د دغه تړون شرطونو ته درناوى کومه معنى نه لري.

خو د اسرایلو د بهر نیو چارو وزیر لیبرمان ویلي چې کوم داسې احتمال نه ويني چې هیواد يې په تړون کې په کوم بدلو ن فکر وکړي.

سیاسېې کتونکې په دې نظر دي چې په داسې تړو ن با ندې له ٣٠ کلونو نه وروسته له سره کتنه له نړیوالو قوانینو څخه سر غړو نه نه گڼل کیږي.

خو مصري ولس د تړون په وړاندې بیا په دوو برخو ویشل شوى یو لورى وايي مصري واکمن په هغه وخت کې وتوانیده چې هېواد له جنگ څخه راوباسې او د سینا سیمه له اسرا یلو ازاده کړې بل لورى بیا په دې نظر ده چې په تړون کې د اسرا یلو گټې نغښتې دې او مصر يې سا تنه کوي نو باید تړون ته له سره کتنه وشي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .