د سېگريټ پرېښودو د نوې لارې وړانديز وشو

د خپريدو وخت: 14:32 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391
سېگريټ

سېگريټ څکول تر وخت وړاندې د مرگ سبب کيږي

په ډله ييزه توگه د سېگريټ پريښودو د ېوې نوې هڅې په لړ کې له څکوونکو غوښتل شوي چې د اکټوبر له لومړۍ نه د همدې مياشتې تر ٢٨د سېگريټو څکول پريږدي.

د برتانيا د چنگاښي يا سرطاني ناروغيو د پلټنې صندوق د " سټاپ ټوبر " يا په اکټوبر کې د سېگريټو د څکولو د کمپاين ملاتړ کوي او هيله لري چې دغه هڅې به د برتانيا اته ميليونه سېگريټ څکوونکي وهڅوي چې په برياليتوب سره سېگريټ پريږدي.

پلټنې ښيي څوک چې د پرله پسې ٢٨ ورځو لپاره سېگريټ ونه څکوينو کولى شي چې بشپړ يې پريږدي.

پلټنې دا رنگه په دې برخه کې د رسنيو او ډلييزو خوځښتونو او هڅو پايلې مهمې بللې دي.

"هرکال شاوخوا ١٠٠ زره کسان په سېگريټو پورې د تړلو ناروغيو له کبله په انگلستان کې مري."

روغتياپال وايي په دې اړه پوهاوى چې ولي سېگريټ پريښودل شي او څرنگه دا کار وشي له څکوونکو سره مرسته کوي چې د څکوونې عادت پريږدي.

د سېگريټو پريښودل څه آسانه کار نه دىخو که د څکوونې د پرېښودو لارې چارې په گوته شي او په دې برخه کې د هغوى اړين ملاتړ وشي نو د سېگريټو د پرېښودو له چارې سره به ډيره مرسته وکړي.

د لندن په پوهنتون کې د تنباکو د څيړنې مدير روبيرت ويسټ بي بي سي ته وويل د څکوونې د پرېښودو په موخه د ډله ييز خوځښت پيلولو دليل دا دى چې " خلک ټولنيزې " ځانگړتياوي لري او کله چې يو په يوه کار لاس پورې کړي نو بل هم هڅېږي چې ورته کار وکړي.

هغه کسان چې د" سټاپ ټوبر" له پروگرام سره يوځاى کېږي نو د سېگريټو د څکولو د پريښودو په چاره کې ورسره وړيا مرستې هم ترسره کېږي.

د برتانيا د روغتيا وزارت د يوه رپوټ له مخې سېگريټ څکوونه له وخت نه وړاندې د مرگونو يو لوى دليل دى او هرکال شاوخوا ١٠٠ زره کسان په سېگريټو پورې د تړلو ناروغيو له کبله په انگلستان کې مري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .