د اروپا اټومي بټیو خوندیتوب 'سلګونه نیمګړتیاوې' لري

د خپريدو وخت: 04:27 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

د برتانيا د انرژۍ وزارت يوه وياند وويل داسې نښې نشته چې ددې هېواد اټومي تاسيسات ناخوندي وښيي.

په اروپا کې د اټومي بټيو د خونديتوب په اړه د اروپايي پارلمان خپاره کړي رپوټ يوه لانجه راټوکولې ده.

ددغه رپوټ مسوده وايي چې د خونديتوب په برخه کې سلگونه نيمگړتياوې برسېره شوي چې سمول يې د ميلياردو يورو پانگونه غواړي.

د اټومي انرژۍ مخالفين وايي چې رپوټ لا اوس هم پوره بشپړ نه دى، خو په اروپا کې د اټومي بټيو د خونديتوب سمبالوونکې ادارې پر اروپايي پارلمان غږ کړى دداسې ژبې له کارولو دې ډډه وکړي چې ولسي باور ته زيان اړولى شي.

ټاکل شوې چې د رپوټ وروستۍ بڼه سبا د پنجشنبې په ورځ راووځي.

د اروپايي ټولنې له مرکز- برسلز نه کرېس موريس وايي:

ددې رپوټ غوښتنه د جاپان په فوکوشيما کې تر اټومي ناورين وروسته وشوه چې وکتل شي د سختو کړکېچونو د پېښېدو په صورت کې د اروپا اټومي تاسيسات څومره خوندي پاتېدلى شي.

په يوه درز کړي رپوټ کې راغلي چې نژدې ټول يې سمونو ته اړتيا لري. په دوو هېوادو کې چې نومونه يې نه دي ښودل شوي څلور بټۍ د برېښنا په نشتوالي کې د خونديتابه لارو چارو د پلي کولو لپاره تر يوه ساعت لږ وخت لري.

په رپوټ کې يادونه شوې چې د خونديتوب يو شمېر هغه اقدامات چې دوه يا درې لسيزې دمخه پرې موافقه شوې وه لا هم د اروپايي ټولنې په ځينو غړو هېوادو کې پلې شوي نه دي.

د فرانسې نیمګړتیا

په فرانسه کې چې د اروپا په کچه د اټومي انرژۍ تر ټولو لوى توليدوونکي دى، په ټولو ٥٨ بټيو کې ټاکلې نيمگړتياوې موندل شوې دي.

په برتانيا کې هم د نيمگړتياوو خبره ياده شوې ده.

د رپوټ په ټکو، ددې هېواد په ډېرئ اټومي بټيو کې د يوې بېلگې له مخې د څار بله داسې خونه نشته چې که اصلي خونه په اټومي وړانگو ککړه شي، وکارول شي.

ښايي د اروپا په ټوله لويه وچه کې د گردو نيمگړتياوو سمول تر ٢٥ ميلياردو يورو لگښت وغواړي.

د برتانيا د انرژۍ وزارت يوه وياند وويل داسې نښې نشته چې ددې هېواد اټومي تاسيسات ناخوندي وښيي.

خو زياته يې کړه چې هېواد يې په پرله پسې ډول د تاسيساتو د سمولو اصل ته ژمن دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .