حزب الله د خپل یوه قومندان وژنه تایید کړه

د خپريدو وخت: 04:51 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

علي ناصیف په سوریه کې د حزب الله ځواکونو قوماندان بلل شوی دی، خو هېڅ چا د دغې خبرې پخلي نه دی کړی

په لبنان کې اورپکې شیعه ډلې حزب الله د خپلو څو تنو پوځیانو چې یو قوماندان هم پکې دی د مرګ خبر تایید کړی دی. ریپوټونه وايي چې دغه کسان په سوریه کې وژل شوي دي.

حزب الله چې د سوريې له حکومت سره نژدې دی او نورو خواخوږو لبناني رسنیو ریپوټ ورکړی چې د سوريې حکومت د هېواد تر ټولو لوی ښار حلب ته نور ځواکونه وراستوي چې له یاغیانو یې پاک کړي.

جیم میور له بیروت څخه دا ریپوټ رالېږلی دی:

د علي حسین ناصیف لپاره چې حزب الله د خپل یوه قوماندان په توګه یادوه، د لبنان په ختیځ کې د بعلبک په ښار کې د جنازې لوی مراسم پر ځای شول، چې د حزب الله ډېرو جګپوړو کسانو پکې ګډون کړی وو.

د دغه غورځنګ د یوه بل جنګیالي زین العابدین مصطفی د جنازې مراسم، چې هغه هم په بعلبک کې تر سره شول، د حزب الله پر ټلویزیوني کانال المنار ښکاره شول.

ټلویزیون وویل چې دواړه دغه کسان د خپلو جهادي دندو د ترسره کولو پر مهال وژل شوي، په دې مانا چې دوی په کومه جګړه کې وژل شوي دي. تر دې زیات یې نور جزییات ور نه کړل.

علي ناصیف په سوریه کې د حزب الله ځواکونو قوماندان بلل شوی دی، خو هېڅ چا د دغې خبرې پخلي نه دی کړی او نه دا ریپوټونه کره شوي چې وايي نوموړی له خپلو څو کسانو سره په سوریه کې دننه د یوه کمین په ترڅ کې د ازادي سوريې پوځ د جنګیالو له خوا وژل شوی دی.

نور نا تاييد شوي ریپوټونه وايي هغوی پر پوله باندې په نښتو کې وژل شوي دي.

د المنار ټلویزیون او د سوريې د حکومت پلوي لبنانۍ ورځپاڼې ال ديار دواړو ریپوټ ورکړی چې ولسمشر اسد خپلو زرګونو نورو پوځیانو ته امر کړی چې د حلب ښار ته ورشي او هلته جګړه پایته ورسوي.

د الدیار ورځپاڼې وویل ښاغلي اسد په خپله هم په چورلکه کې حلب ته بیول شوی دی او هلته په خپله د جګړې لارښوونه کوي، خو د دغه خبر پخلی نه دی شوی.

د سوریې جګړه

په دې اړه چې حزب الله عملاً د سوريې په جګړه کې په دقیقه توګه څومره ښکېل دی، ډېرې اوازې دي او پاخه حقایق ډېر لږ دي.

یوه باخبره سرچینه په دې باور ده چې د حزب الله ۴۵۰ کسان په دې وروستیو کې سوریې ته تللي چې هلته له حکومت سره له بېلابېلو لارو مرسته وکړي.

ایران منلي چې انقلابي ساتونکي یې دمشق ته د سلا مشورو او مرستې په ورکولو بوخت دي.

یوې معتبرې سرچینې وویل چې روسان هم د سوري پوځ په روزنه سخت بوخت دي او لارښوونه ورته کوي چې څنګه کوڅه په کوڅه جګړه پر مخ بوځي.

د سوریې پوځ تر دې ورستیو پورې په دودیزه توګه له ښاري جګړې سره بلد نه وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .