امریکا وايي پر ایران بندیزونو اغېز کړی دی

د خپريدو وخت: 10:33 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391
جې کارني

جې کارني وايي چې لګول شوو بندیزونو د ایران پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

د متحدو ایالتونو حکومت ویلي چې پر تهران د امریکا او ملګرو بندیزونو ډېر اغېز کړی دی.

سپينې ماڼۍ دا هم ویلي چې له بندیزونو وروسته د ایراني تومان ارزښت ډېر رالوېدلی دی.

یوازې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ایراني تومان ارزښت ۱۷ سلنه راولوېد، چې په تېر یوه کال کې د ایران تومان اتیا سلنه رالوېدلی دی.

د سپينې ماڼۍ ویاند وايي، چې دغو بندیزونو د ایران پر اقتصاد سخت اغېز کړی دی، او هلته د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي.

جي کارني ویلي چې په تېرو ۳۶ ساعتونو کې بندیزونو د ایران پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

نوموړی وايي "ولسمشر اوباما او د امریکا نور ملګري په دې باور دي چې بندیزونه د ایران د کمزوري کولو لپاره غوره لار ده."

کارني زیاتوي چې "د ایران ولس پوهېږي چې چارواکي یې د اقتصادي ودې لپاره ډېر څه نه کوي، او نظام خپله دنده نه ده ترسره کړې."

وړاندې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد ویلي وو چې هېواد یې له اتومي پروګرام لاس نه اخلي او که هرڅومره بندیزونه پرې ولګول شي، ان د اسراییلو له برید هم وېره نه لري.

احمدي نژاد، د نیویارک ملګرو ملتونو له عمومي غونډې تر ستنېدا وروسته ویلي، چې "پر ایران د بندیزونو لګول یوه تېروتنه ده، چې باید دوی بیا له سره غور پرې وکړي."

دی زیاتوي چې "موږ داسې ولس نه یو چې د اتومي پروګرام په اړه له خپل دریځه په شا شو"، خو زیاته یې کړه چې پر ایران د لوېديځ بندیزونه به د ایران د ولس اراده بدله نه کړي.

پټې دسیسې

احمدي نژاد

احمدي نژاد: ''څوک چې وايي پر ایران بندیزونو اغېز کړی، تېروتنه کوي.''

وړاندې احمدي نژاد ایران یو لوی هېواد بللی و، چې په وینا یې "دښمنانو یې پرضد د جګړې پټه دسیسه جوړه کړې ده"، خو ټینګار کوي چې د اسراییلو له ګواښونو هېڅ وېره نه لري.

هغه ویلي چې ایران هېڅکله پر چا تجاوز نه کوي، خو له خپل ځانه دفاع کولی شي "د ایران ولس هېڅ وېره نه لري، چې اسراییل به برید پرې وکړي."

هغه وویل چې تل ابیب څو ځلې د ایران پر اتومي بنسټونو د برید ګواښونه کړي دي.

څو ورځې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل چې ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .