تونس: له افغانستانه راغلي سخت دریځي ستر ګواښ دی

د خپريدو وخت: 07:31 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391
المنصف المرزوقي

المنصف المرزوقي وايي په تونس کې د سخت دریځ، سلفي جهادیانو شمېر درو زرو ته رسېږي.

د تونس ولسمشر له افغانستان او پاکستانه عربي نړۍ په تېره بیا عربي مغرب ته د اسلام پالو سخت دریځو د لېږېدا په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

المنصف المرزوقي د تېرې سې شنبې په ورځ خبریالانو ته دا څرګندونې کړي دي.

دی زیاتوي، چې "اوس له افغانستان او پاکستانه ترهګرۍ ډلې عربي مغرب او نژدې سیمو ته راځي، چې موږ ته یې یو لوی ګواښ اوس پیدا کړی دی."

نوموړی زیاتوي: "ترهګر لا له وړاندې په لیبیا او الجزایر، په ځانګړې توګه ددغو هېوادونو په سوېلي سیمو کې فعال دي."

المرزوقي په تونس کې د سخت دریځو سلفي جهادیانو شمېر شاوخوا درې زره کسه وښود، چې په وینا یې "دغه فعال کسان شاید خطر رامنځ ته کړي، چې د تونسي پولیسو په حواله، شمېر یې نژدې درو زرو ته رسېږي. "

د تونس ولسمشر زیاتوي، چې په دغو کسانو کې داسې خلک هم شته، چې "نېغ په نېغه له القاعدې شبکې سره اړيکي لري، چې لوی ګواښ جوړوي او د ترهګرۍ کړۍ یوه برخه ده. "

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .