نایجریا: د محصلینو په ګډون ۲۶ تنه وژل شوي

د خپريدو وخت: 11:06 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391
mubi

یوه پروفیسور بي بي سي ته وویل، چې د وژل شویو محصلینو شمېر ۴۰ تنو ته رسیږي، خو په رسمي توګه دغه شمېر نه دی تایید شوی.

په نایجریا کې پولیس وايي د دغه هېواد په شمال ختیځ کې نامعلومو وسله والو د ۲۲ محصلینو په شمول ۲۶ تنه وژلي دي.

دغه پېښه د موبي نومي ښار د پولي تخنیک انسټیټیوټ په لیلیه کې رامنځته شوه. ویل کیږي، چې وژل شوي کسان په ډزو وېشتل شوي او پرې د چاقو وارونه شوي دي.

یوه پروفیسور بي بي سي ته وویل، چې د وژل شویو محصلینو شمېر ۴۰ تنو ته رسیږي، خو په رسمي توګه دغه شمېر نه دی تایید شوی.

په وژل شویو کسانو کې له محصلینو سره سره دوه ساتونکي اویو سپین ږیری سړی هم شامل دي. له دې وژنو وروسته په سیمه کې په تګ راتګ بندیز لګول شوی.

موبي ښار په اداماوا ریاست کې دی، چې مسلمان او عیسویان په کې مېشت دي. دغه ایالت له بورنو ایالت سره ګډه پوله لري، چې په مرکز کې يي له بغاوت وروسته بوکو حرام سازمان جوړ شو.

په محصلینو دغه برید په همدې ښار کې د بوکو حرام د سخت دریځي سازمان په ضد له عملیاتو څو ورځې وروسته وشو.

"یوه پروفیسور بي بي سي ته وویل، چې د وژل شویو محصلینو شمېر ۴۰ تنو ته رسیږي، خو په رسمي توګه دغه شمېر نه دی تایید شوی."

د پروفیسور په خبره له وژلو مخکې برید ګرو ټول محصلین په کتار کې ودرول او ټولو ته يې په لوړ غږ د خپل نوم اخېستو امر وکړ.

د نوموړي په خبره دی نه پوهیږي، چې برید ګرو د محصلینو د وژلو او یا نه وژلو پرېکړه په څه بنسټ وکړه، ځکه په وژل شویو کې یو شمېر مسلمان محصلین هم شامل دي.

ده زیاته کړه محصلین اوس له دې ښاره کډه کوي او په خپلو ګاډو يي د بې پرېتوب نښانونه یانې د ونو ښاخونه ټومبلي دي.

د بوکو حرام له لوري تر اوسه پورې د دې برید په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغه سازمان په نایجریا کې د اسلامي نظام د واکمنۍ لپاره جګړه کوي او د سږ کال په اوږدو کې يي تر اوسه پورې د هېواد په بیلا بیلو برخو کې تر ۱۰۰۰ تنه زیات کسان وژلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .