د سوریې حلب کې چاودنو ۴۰ تنه وژلي

د خپريدو وخت: 10:26 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391
allippo-blasts

چارواکي وايي چاودنې د ښار په منځنۍ برخه کې د پوځیانو یوه کلب او یوه هوټل ته څېرمه شوې دي.

په سوریه کې چارواکي وايي د دې هېواد په دویم لوی ښار حلب کې درې بمي چاودنې شوې، چې په کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او نژدې ۹۰ تنه ژوبل دي.

چارواکي وايي چاودنې د ښار په منځنۍ برخه کې د پوځیانو یوه کلب او یوه هوټل ته څېرمه شوې دي.

په سوریه کې د یوه حکومت پلوي ټیلویزیون الخیریه په رپوټ کې لیدل شوي، چې د بمي چاودنو له امله د ویجاړو شویو ودانیو له خاورو خځلو نه مړي را اېستل کیږي.

د چاودنو له امله په سړک کې یوه ژوره کنده جوړه شوې دي.

په دې ښار کې دولتي ځواکونه له څو اوونیو راهیسې د یاغیانو پر ضد عملیاتو بوخت دي.

یاغي جنګیالو تېره اوونۍ د ښار په نورو برخو د ولکې لپاره فعالیت پیل کړی و.

دوه ورځې مخکې په سوریه کې تر ټولو خونړۍ نښتې د حلب په ښار او شاوخوا سیمو کې وشوې.

خونړۍ چاودنې

  • ۲۰۱۱ دسمبر، دمشق: موټربم چاودنې د ملي امنیت ودانۍ بهر ۴۴ کسان ووژل
  • ۲۰۱۲ جنوري، دمشق: چاودنې لږترلږه ۲۵ کسان ووژل.
  • ۲۰۱۲ فبروري، حلب: پر امنیتي ودانیو غبرګو ځانمرګو بریدونو ۲۸ ووژل
  • ۲۰۱۲ مارچ، دمشق: چاودنو ۲۷ کسان ووژل
  • ۲۰۱۲ مې، دمشق: دوو موټربم چاودنو ۵۵ کسان ووژل
  • ۲۰۱۲ جولای، دمشق: چاودنو ۴ جګپوړي امنیتي افسران ووژل
  • ۲۰۱۲ اکتوبر، حلب: درو چاودنو ۴۰ کسان ووژل
  • سرچینه: چارواکي او رسنۍ

په انګلستان کې فعالیت کوونکې سوري ډلې (سیرین ابزروریټي فار هیومن رایټس) د مسوولینو په وینا د دوشنبې په ورځ د سوریې په مرکزې برخه کې له حمص ښار نه پلیمراته په تلونکي پوځي کتار د یاغیانو په برید کې ۱۸ پوځیان او د هېواد په شمال لوېدېځ تلفن سیمه کې د سوریې د هوايي ځواک په برید کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

له دې مخکې د سوریې حکومت ویلي و، چې د امریکا په شمول هغه پنځه هېوادونه چې د سوریې د حکومت د مخالفینو ملا تړ کوي، د دوی په خبره د ترهګرو د ملا تړ په معانا ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم دغه خبره د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې په امریکا، فرانسې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر له همدې امله سختې نیوکې وکړې.

د المعلم په خبره د سوریې له ولسمشر بشار الاسد نه د واک پرېښودو غوښتنه کول د سوریې په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .