ايران کې صرافانو د ډالرو راکړه ورکړه ځنډولې

د خپريدو وخت: 12:46 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

ايراني پوليسو د ريال د ثبات په موخه د پيسو د غېر قانوني سوداگرو پر زنداني کولو لاس پورې کړى دى.

په ايران کې ډېرو صرافانو د ډالرو راکړه ورکړه ځنډولې او حکومت يې تورن کړى چې پر ملي پيسې (ريال) بېرته د باور په ټينگولو کې پاتې راغلى دى.

ايراني پوليسو د ريال د ثبات په موخه د پيسو د غېر قانوني سوداگرو پر زنداني کولو لاس پورې کړى دى.

په دې وروستيوورځو کې ريال خپل درې برخې ارزښت له لاسه ورکړى دى.د تهران د پيسو د راکړې ورکړې په لوى بازار کې ډېرو صرافانو خپلې هټۍ تړلې دي.

دوى وايي له کړکيچ سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د پاتې راتلو له کبله پر ځمکه پريوتي دي.

صرافان دا رنگه وايي په خپله، حکومت ډالر ټولوي او بازار ته يې د وړاندې کولو مخه نيسي.

د دوى په وينا دې کار د پيسو غېر قانوني کار و باريانو ته اجازه ورکړې چې په بازار کې د ډالرو بيه وټاکي.

حکومت اوس د ناقانونه صرافانو پر وړاندې د گامونو په اوچتولو لاس پورې کړى دى.

عيني شاهدان وايي دوى په پلازمېنه کې د خپل کار و بار په سيمه کې نيول کېږي.

د سې شبنې په ورځ (اکتوبر/۲) ولسمشر احمدي نژاد لوېديځ تورن کړ چې د بنديزونو د لگولو له لارې د ايران پرضد اقتصادي جگړه مخې ته بيايي.

خو د هغه دغو څرگندونو په کور دننه کوم اغېز نه درلود، ځکه د هغه له وينا وروسته د ريالو بيې لوېدو ته دوام ورکړى دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .