پر سوريې د ترکيې برید په څه مانا دی؟

د خپريدو وخت: 15:19 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

پر ترکۍ خاورې د لگېدلي توغندي له امله پنځه ترکان وژل شوي.

د ترکيې حکومت د دغه هېواد له پارلمانه د يوې ځانگړې غونډې په ترڅ کې له پولي پورې غاړه په سوريه کې د پوځي عملياتو اجازه غوښتې ده.

ترکيې څو ساعته وروسته له هغه دغه گام پورته کړ چې د يوۀ توغنديز بريد په ځواب کې يې د سوريې د پوځ پر يوې پوستې بمباري وکړه.

پر ترکۍ خاورې د لگېدلي توغندي له امله پنځه ترکان وژل شوي.

د ترکيې د لومړي وزير سلاکار ويلي هېواد يې له سوريې سره جگړه نه غواړي خو د اړتيا په وخت کې به ځوابي بريد وکړي.

د بي بي سي د دېپلوماتيکو او دفاعي چارو خبريال جانتن مارکس د سوريې او ترکيې ترمنځ د شوې پېښې اهميت او د شخړې د احتمالي پراخېدو خطرونو ته کتنه کړې.

د سوریې په خاوره کې دننه پر هدفونو د ترکیې د توپچي ځواکونو ډزې او د ناټو ټلوالې د استازو د بېړنۍ غونډې رابلل، دمشق ته د ترکیې د وروستي خبرداري په مانا دى.

او داسي اشاره ورکوي چې د ترکیې زغم نور پر ختمېدو دى، او که د سوریې د ولسمشر بشارالاسد حکومت يو وار بيا د ترکیې پر خاوره بريد وکړ، نو د دې هېواد له ډېر کلک غبرگون سره به مخامخ شي.

ناټو د انقرې حکومت څخه يو وار بيا خپل ټينگ ملاتړ څرگند کړ.

تر دې دمخه ناټو د تېر جون په مياشت کې چې کله سوریې د ترکیې څارگره الوتکه را وغورځوله هم د هغه هېواد نه ملاتړ کړى و، خو لومړنۍ نښې دا دي چې انقره او دمشق دواړه تر خپل منځ جگړې ته ليواله نه دي.

په ترکيه کې نظر پوښتنه ښي چې خلگ سوریه کې د ترکیې مداخله نه غواړي، خو که چېري د ترکیې پر خاوره د سوري حکومت بريدونه تکرار شي نو د خلگو نظر کېداى شي بدل شي.

د سوریې کډوالو د ساتنې په موخه د هغه هېواد په خاوره کې دننه د ترکیې له خوا د يوه پنډغالي د جوړېدلو ليوالتيا کمزورې شوې ده، هغه څه چې روښانه شوي دا دي چې ترکي حکومت نه غواړي چې د داسې يوه ماموريت په اړه په يوازې سر گام پورته کړي او د دې کار لپاره بايد د پارلمان هوکړه تر لاسه کړي چې ترمخه ېې ترکي ځواکونه کولاى شي په بېړنيو حالاتو کې لهپولې بله غاړه کې پوځي عمليات وکړي.

او بله اشاره ېې دمشق ته خبردارى دى ـــ بله داچې خپله سوريه د دې بحران دوام نه غواړي، ځکه چې ولسمشر اسد له وړاندې له ډېرو ستونزو سره لاس او گريوان دى.

خو دا ډول پېښې بې له شکه چې هغه اندېښنې زياتوي چې د سوریې بحران کېداى شي تر پولو واوړي او د سيمه یيزې جگړې بڼه خپله کړي.

دا جگړه کېداى شي چې په لوى لاس او يا په تصادفي ډول رامنځ ته شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .