نظر پوښتنې رامني د تلوېزیوني مناظرې کټوونکی وباله

د خپريدو وخت: 11:50 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

شننونکي وايي ښاغلی رامني برلاسی ښکارېده او ولسمشر اوباما ټکنی و.

په امریکا کې نوې نظر پوښتنې او کارپوهانو داسې ښودلې چې د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ کاندید مېټ رامني له ولسمشر اوباما سره د دریو تلوېزیوني بحثونو له ډلې لومړنۍ هغه ګټلې ده.

د امریکا ولسمشر اوباما او د هغه جمهوري غوښتونکي سیال مېټ رامني د ولسمشرۍ بحثونو خپله لومړنۍ مناظره د چار شنبې په شپه (اکتوبر/۴) پیل کړه.

د دې تلوېزیوني بحث عمده برخه پر ماليې، روغتیايي سیستم او د بودجې پر کسر را ټولې وې.

دې تلوېزیوني بحث ۹۰ دقیقې دوام وکړ او په پای کې له عادي امریکايانو وغوښتل شول چې هغه کاندید ته رایه ورکړي چې په بحث کې يې ځوابونه اورېدونکو ته قناعت ورکوونکي وو او پاليسیانې يې د هېواد په خېر دي.

د بحث د پای په نظر پوښتنه کې امریکایانو مېټ رامني ته د ۴۶ـ۶۷ سلنه رایو په ورکولو د بحث کټوونکی وباله او باراک اوباما ته يې ۲۲ـ۲۵ سلنه رايې ورکړې.

شننونکي وايي ښاغلی رامني برلاسی ښکارېده او ولسمشر اوباما ټکنی و.

"دواړو نوماندانو د یو او بل اقتصادي پلانونه ردول او د هېواد لپاره يې ښه نه بلل."

ښاغلی اوباما په ټولو نظر پوښتنو او سروېګانو کې تر خپل سیال د جمهوري غوښتونکي ګوند له نوماند مېټ رامني نه مخکې دی ان په هغو ایالتونو کې چې اوسېدونکو يې لا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې چاته به رایه ورکوي.

په امریکا د بي بي سي خبریال مارک مارډل وايي که چېرې د ولسمشر اوباما او مېټ رامني تر منځ دغه اوسنی واټن را نژدې شي او یا مېټ رامني لږ وځلېږي او تر اوباما مخکې شي نو وايي دا به يې د ټاکنیز کمپاین د منډو ترړو لپاره یو ښه خبر وي او حتی کېدای شي سپینه ماڼۍ هم وګټي.

خو د امریاکايي چارو خبریال زیاتوي چې که د جمهوري غوښتونکو کاندید همداسې روان وي نو د کمپاین لپاره به يې هېڅ ښه خبر نه وي.

په تلوېزیوني بحث کې ولسمشر اوباما ټکنی ښکارېده او کله کله به يې د بحث له وړاندي کوونکي وغوښتل چې وخت ورکړی ترڅو دی خپلې خبرې خلاصې کړي.

دواړو نوماندانو د یو او بل اقتصادي پلانونه ردول او د هېواد لپاره يې ښه نه بلل.

ښاغلي اوباما د خپل سیال اقتصادي پلان د پخواني ولسمشر، بوش تګلارو ته ستنېدل او په شتمنو پام" وباله.

مېټ رامني هم له خپل سیال کم نه و او د هغه اقتصادي پاليسي يې نا سمه وبلله او و يې ويل چې د امریکا د ستونزو لپاره "سم ځواب نه دی".

" اوباما هسې کلیشې ويلې او خبرې يې له زړه نه وې."

د مېټ رامني یوه مهم ملاتړی اېرېک فېهنسټروم

له تلوېزیوني سیالۍ وروسته د دواړو کاندیدانو ملاتړو ژر د خپلو نوماندانو بحث وستایه.

د ولسمشر اوباما مرستیال ډېوېډ پلاف وويل نوماند يې هغه څوک دی چې عادي امریکایان، هغه چې نه شتمن دي خو بس دومره کوي چې خپله ګزاره کوي پرې باور کولی شي.

خو د مېټ رامني یوه مهم ملاتړي اېرېک فېهنسټروم وويل اوباما هسې کلیشې ويلې او خبرې يې له زړه نه وې.

داسې ښکاري چې د نيویارک ټایمز یو کالم لیکوونکوی او د نوبل جایزې ګټونکی پاول کروګمن هم په دې باور دی.

ښاغلی کروګمن وايي اوباما په بحث کې پياوړی نه شو ښکاره خو رامني تر هغه ډېر ښه و.

دا له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د دغو سیالو کاندیدانو ترمنځ د دریو دغه ډول مناظرو لومړنۍ وه چې تر ډېره پر کورنیو مسالو ور ټوله وه.

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دواړو کانديدانو مرستيالان جو بایدڼ او پاول راین به د اکتوبر په ۱۱ مه په کېنتکي ایالت کې د دغو مناظرو په دویمه کې برخه واخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .