ابو حمزه امريکا ته وسپارل شو

د خپريدو وخت: 21:47 گرینویچ - جمعه 05 اکتوبر 2012 - 14 تله 1391
 ابو حمزه

پاروونکيو ويناوو د ابو حمزه نوم بد کړی و.

په لندن کې سترې محکمې حکم کړی توندلاری ملا ابو حمزه بايد امريکا ته وسپارل شي چې د ترهګرۍ تورونه پرې لګېدلي دي.

د ابو حمزه وکيلانو په خپله دفاع کې دليل ويلی چې د ده روغتيايي حالت ناوړه شوی، او روغتيايي کتنو ته اړتيا لري.

څلورو نورو هم په محکمه کې خپلې قضيې بايللې او له ورته برخليک سره مخامخ دي.

امریکا کې به پر دوی لګول شوي تورونه د ۲۴ ساعتونو د ننه وارزوي.

امريکا ته د سپارنې پر وړاندې د ابو حمزه مبارزې په بريتانيا کې عامه نظرونه سره ګرم ساتلي وو، خو اوس يې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو مبارزه وبايلله.

دی چې په يوه سترګه ړوند دی او لاسونو کې يې چنګکونه دي وايي هغه مهال ټپي شوی و چې په افغانستان کې يې د شوروي مهال ماينونه لرې کول.

د ده قضيه د مشهورو ورځپاڼو لپاره د بحث ګرمه موضوع شوې وه.

د لندن شمال کې د يوه جومات پر چارو ولکې او ورپسې پاروونکيو ويناوو ده ته بد نوم ورپه برخه کړی و.

ان د ده خپلو وکيلانو دا خبره منلې چې دغه توندلاری ملا شرير لارښوونکی دی.

خو د ده پر وړاندې لګېدلي تورونه خورا جدي وو.

دی په امريکا کې پر دې تور غوښتل شوی چې په يمن کې يې په يرغمل نيونه کې لاس درلود او د امريکا اورېګن ايالت کې يې د روزنې پوځي ډوله پنډغالی جوړ کړی و.

قاض (جان توماس) وويل دی پر دې په بشپړه قانع نه و ګنې ابو حمزه لکه څنګه يې چې وکيلانو ادعا کوله، د محاکمې لپاره چمتو نه و.

دوی وايي د ده رواني روغتيا د ناوړه کېدونکي حالت له امله کمزورې شوې وه.

له ده سره به څلور نور کسان هم سپارل کېږي، چې تر ټولو ناندره ييز يې بابر احمد نومېږي.

دی يو کمپيوټر پوه دی، او توندلاريو اورپکيو لپاره د پيسو غونډونې يوې وېبپاڼې پر مخبېولو تور پرې لګېدلی دی.

د ده پلار اشفاق احمد وايي دغه پرېکړه له مخکې ټاکل شوې پايله وه:

"بابر په ۲۰۰۳ کال کې د پوليسو له خوا ربړول شوی و. پوليسو نژدې وژلی و، ژوندی ترې پاټې شو.

بيا له دې وروسته دا ټوله ډرامه، دا ټول بحثونه او ناندرۍ جوړې شوې.

پر بابر احمد تورلګېدلی چې توندلاريو اورپکيو ته د پيسو غونډونې يوه وېبپاڼه يې پر مخ بېوله.

دا ټول مو وليدل، او دلته له راتلو مخکې ټول پوهېدو، زه سل په سلو کې باوري وم، چې پايله به څه وي."

د امريکا سفارت بيا په يوه اعلاميه کې له بنديانو سره له خپل چلن دفاع کړې، او ويلي يې دي د امريکا او بريتانيا ترمنځ د قانون پلي کولو پر سر اړيکي پر باور، درناوي او شريکو موخو ولاړ دي.

اعلاميه کې ګډې موخې د ولسونو خوندي کول، او د هغه چا په ګډون چې ترهګر يې بللي، د مجرمانو خوندي ځايونو له منځه وړل بلل شوي دي.

د بي بي سي د برتانيا چارو خبريال راب برومبي وايي د محکمې پرېکړې يوې دردناکې کيسې ته د پای ټکی کېښود، چې په سياست، ورځپاڼو او ولس کې يې ډېر سره يوه خوله کړي وو.

دی زياتوي ټول تر دې مهاله د يو داسې کس شړلو کې د خپلې ناتوانۍ په اړه نهيلي شوي وو، چې ډېرو په کرکجنه سترګه ورته کتل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .