عمران خان د څارګرو الوتکو ضد لاریون مشري کوي

د خپريدو وخت: 05:50 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391
عمران خان

له اسلام اباده د عمران خان په مشرۍ دغه لاریون پېښور ته ځي او بیا به تر بېګا پر قبایلي سیمو ګرځي.

د پاکستان مخکني کریکټ لوبغاړي او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د څارګرو الوتکو د بریدونو ضد یو لاریون پیل کړی دی.

دغه لاریون به له پلازمېنې اسلام اباد څخه قبایلي سیمو او جنوبي وزیرستان ته ځي.

د جنوبي وزیرستان یوه سیمه ییز چارواکي ویلي چې د تحریک انصاف ګوند دغه لاریون ته یې اجازه نه ده ورکړې.

له اسلام اباده د عمران خان په مشرۍ دغه لاریون پېښور ته ځي او بیا به تر بېګا پر قبایلي سیمو ګرځي.

په دې دوه ورځني لاریون کې به شاید چارواکي اجازه ورنه کړي، چې ځینو قبایلي سیمو ته یې لړۍ وغځول شي.

ښاغلی خان هم لکه د نورو ګڼو پاکستاني وګړو په څېر، وايي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو بریدونو ګڼ ولسي وګړي وژلي دي.

امریکايي چارواکي وايي چې د څارګرو الوتکو په بریدونو کې یې ځینې ولسي وګړي وژل کېږي، خو په وینا یې دا د القاعدې او اورپکو د ځپلو لپاره ګټور جنګي تاکتیک دی.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګورین وايي، دا لا څرګنده نه ده چې دغه لاریون به تر کومه ورسېږي.

پاکستاني چارواکو د لاریون د تګلوري لپاره امنیتي ځواکونه ګمارلي دي، او شاید مخکې له دې چې قبایلي سیمو ته ورسېږي، مخه یې ونیول شي.

د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په مشرۍ په دې لاریون کې د سلګونه زره کسانو د یوځای کېدا امکان شته.

تحریک انصاف ویلي که حکومت یې هرځای د لاریون مخه ډب کړه، همالته به جلسه کوي.

وړاندې عمران خان ویلي وو چې "کله چې دوی د وزیرستان په اړه فکر کوي، او په ظاهره دا بریدونه د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه کېږي، خو په اصل کې دا د خلکو د ترهولو لپاره دي."

"او په دغو بریدونو ګڼو خلکو او شتمنیو ته زیان اوښتی... ښځې او ماشومان په کې وژل شوي، ان د کورنیو ټول غړي یې وژلي."

د تحریک انصاف ګوند په قبایلي سیمه کې د څارګرو الوتکو ضد یوه جلسه اعلان کړې ده، چې د روانې اکتوبر پر اوومه به یې جوړوي.

بل خوا، ددغه ګوند د مرکزي دفتر ویاند نعیم الحق بي بي سي ته وویل، چې له دې لاریون یې د ګوند کوم بل مقصد نه شته، او که چېرې دغه لاریون د حکومت له لوري ودرول شو، همالته به جلسه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .