سوډان کې د الوتکې را لوېدو پوځیان وژلي

د خپريدو وخت: 15:06 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391

د سوډان دولتي رسنیو خبر ورکړی چې الوتکه د اذا ایر په نامه د یوه هوايي شرکت ده.

په سوډان کې د هغه هېواد یوه پوځي الوتکه چې د دارفور جنجالي سیمې ته يې پرسونل او مهمات لېږدول د مرکز خرطوم ته نژدې ټکر شوې او ۱۳ کسان يې وژلي دي.

یو دولتي خبري اژانس سونا وايي، د الوتکې انجېن کار پرېښود او پيلوټ هڅه کوله بېړنۍ ناسته وکړي چې په همدې وخت کې الوتکه لاندې ولاړه.

د سوډان د پوځ یوه ویاند الصوارمي خالد روایټرز خبري اژانس ته ويلي چې الوتکه د دارفور په شمال کې د الفاشر سیمې ته پر لار وه.

هغه وويل په ټکر کې ۱۳ کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

ښآغلی خالد وايي وژل شوي او ټپیان ټول د پوځ غړي دي.

په دې وروستیو کې په سوډان کې څو ځلې د الوتکو د را لوېدو او ټکر خبرونه ورکړل شول، او ډېری يې لامل پر دغه هېواد د امریکا بندیزونه بولي چې وايي له امله يې ګرانه ده چې د الوتکو کاروباریان خپلې زړې الوتکو ته نوي سامان الات ور واچوي.

د سوډان دولتي رسنیو خبر ورکړی چې الوتکه د اذا ایر په نامه د یوه هوايي شرکت ده.

د همدې شرکت یوه بله بار وړونکې الوتکه په ۲۰۰۹ کال کې په عربي اماراتو کې هم ټکر شوې وه.

د همدې کال په اګست میاشت کې هم د الوتکې ټکر هغه وخت د یوه وزیر په ګډون ۳۲ نور ووژل چې د سوډان په سوېل کې يې یوه بندري ښار ته د اسلامي فيسټوال لپاره لېږدول.

په هغه وخت کې د الوتکې د ټکر لامل خرابه هوا ښودل شوې وه.

بله پېښه بیا د تېر کال په دسمبر میاشت کې وشوه.

هلته هم د پوځ یوه هليكوپتر د هېواد په شمال په کوردفان ایالت کې د یوې تخنیکي ستونزې له امله ټکر شوه چې شپږ کسان په کې ووژل شول.

دارفور هغه سیمه ده چې د ۲۰۰۳ کال راهیسې په کې جګړې او نا ارمۍ رواني دي.

هلته جنګېدونکي یاغیان په خرطوم کې حکومت په دې تورنوي چې سیمې ته يې پام نه دی کړی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .