نایجریا وايي د بوکو حرام ۳۰ 'ترهګر' یې وژلي

د خپريدو وخت: 05:59 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391
نایجریا

نایجریا وايي د بوکو حرام له وژل شوو غړو وسلې او مهمات پاتې شوي دي.

د نایجریا پوځ ویلي چې ددغه هېواد په شمال ختيځ ولایت یوبي کې یې لږترلږه د بوکو حرام (عصري زده کړې حرامې) اسلامپالې ډلې ۳۰ 'ترهګر' وژلي دي.

د پوځ ویاند وايي چې په وژل شوو کې د دغې ډلې د مشر یو مرستیال هم دی.

ویاند ایلي لازاروس وايي چې "نژدې ۳۰ کسان، چې د بوکو حرام اورپکې ډلې غړي دي، د څو ساعته جګړې پرمهال وژل شوي دي."

لازاروس وايي چې په داماتورو سیمه کې د بوکو حرام ډلې د جګړې فعال قومندان او د هغه نژدې مرستیال ابو بکر شیکاو، چې په باکاکا الاعور هم مشهور و، وژل شوي دي.

ابو بکر شیکاو د بوکو حرام ډلې جنګي مشر دی.

پوځ وايي لس نور هغه وسله وال یې هم وژلي او له هغوی یې د وسلو ځینې زېرمې ترلاسه کړي دي.

ګډې ګزمې

بل خوا، د نیجر حکومت ویلي چې ددغه هېواد شمالي او جنوبي سیمو ته د اسلامپالو حرکتونو د ننوتو په مخنیوي کې له ستونزې سره مخامخ دی.

دوی وايي چې اوس یې له نایجریا سره پر پوله ګډې ګزمې پیل کړې دي.

د افریقا په لوېديح کې دغه حکومت تر اوسه د یاغیتوب له ستونزې کړېږي.

د نیجر د عدلیې وزیر مارو مادو له یوه تلوېزیون ته ویلي چې "ددواړو هېوادونو ګډې ګزمې کولی شي چې پر پوله د اورپکو او یاغیانو د تګ-راتګ مخه ونیسي."

نوموړی زیاتوي "نیجر هیله من دی چې له نورو سره خپلې هڅې شریکې کړي... غواړي چې د القاعدې او بوکو حرام ډلو ګواښونه د هېواد پر ضد نابود کړي."

له ۲۰۰۸ راهیسې نیجر له خپل ګاونډي نایجریا سره پر نژدې ۱۵۰۰ کیلومتره اوږده پوله ګډې ګزمې پیل کړې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .