امریکایانو ته افغان جګړه ډېره ترخه تمامه شوه

د خپريدو وخت: 11:55 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391

له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې څه باندې دوه زره امریکايي پوځيان وژل شوي.

د هر کال په تېرېدو، په افغانستان کې د روانې جګړې انځور د امریکایانو لپاره د یوه تیاره انځور ورکولو شونتیا ډېروي.

په ۲۰۰۱ کال د امریکا مخکني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې اعلان وکړ او ځواکونه یې افغانستان ته ولېږل.

د افغانستان روانه جګړه په ویتنام کې د امریکا تر جګړې ډېره اوږده شوه، چې امریکا او ملګرو ته یې سخت مالي او ځاني زیانونه ورسول.

د "د سولې او عدالت لپاره یووالی" په نامه خوځښت -چې د جګړې ضد فعالیتونه کوي- ملي همغږي کوونکی مایک برایسنر بي بي سي ته وویل چې "اوس ګڼو امریکایانو ته دا څرګنده شوه چې هېواد یې په افغانستان کې له "پوځي ماتې" سره مخامخېدونکی دی، لکه عراق کې چې مات شو."

برایسنر زیاتوي "ستونزه دا ده چې د هېواد واکمن دا خبره نه مني، او نه هم د ماتې خبره زغملی شي."

دی زیاتوي "لاتراوسه ددغې جګړې په هدف پوی نه شوو، اکثره امریکایان ددې جګړې اوږدېدل نه غواړي."

خلاف

د روان کال په جولای کې د امریکا یوه پوهنتون عامې نظرپوښتنې په ډاګه کړې وه، چې ۷۲ سلنه امریکایان افغانستان کې د جګړې خلاف دي.

دغه شمېره د ۲۰۰۸ کال په نظر پوښتنه کې ۲۱ سلنه وه.

"د امریکا ددفاع وزارت (پنتاګان) وايي، په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا له بریدونو راهیسې په دغه هېواد کې څه باندې دوه زره امریکايي پوځيان وژل شوي دي."

نظرپوښتنه ښيي چې ۶۲ سلنه امریکایان ددې جګړې بریالیتوب ته نهیلي شوي دي.

په واشنګټن کې د هدسن څېړنیز مرکز د سیاسي او پوځي څېړنو د څانګې لوی مشر ریچرډ ویټز د ښاغلي برایسنر د اند په تړاو، چې د افغانستان په باب یې درلود، خلاف نظر لري.

ویتز بي بي سي ته وویل چې "د ۲۰۰۱ کال په پرتله، له اقتصادي او امنیتي اړخه افغانستان کې وضعیت ښه شوی دی."

خو ویتز مني چې د طالبانو جنګیاليو په تېرو کلونو کې لاهم پر ځینو سیمو پوره اغېز او واک لرلی دی، چې په وینا یې د افغان حکومتي او امنیتي بنسټونو ته یې لاره کړې ده.

امریکايي ځواکونو پر امریکا د سپټمبر د ۱۱ تر بریدونو نژدې یوه میاشت وروسته، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان یرغل وکړ.

ظاهراً ددغه برید هدف د القاعدې له منځه وړل ښودل شوي، چې په جګړه کې د امریکا نړیوال پوځي ملګري هم ورسره یوځای شول او د القاعدې د بنسټګر او مخکني مشر اسامه بن لادن په موندلو او په افغانستان کې یې د طالبانو د نظام په ړنګولو پسې یې لېچې بډوهلې.

"بې شمېره پیسې"

د برایسنر د خوځښت په څېر د جګړې مخالفو خوځښتونو سږکال د امریکا په څه باندې ۱۰ ایالتونو کې د جګړې د پیل د کلیزې په پیلېدو سره، سوله ییز لاریونونه وکړل، او خپل هېواد ته یې د امریکايي ځواکونو د ستنېدو غوښتنې وکړې.

د برایسنر په وینا، د لاریونونو سمبالوونکو د امریکا پر ولس دا غږ هم وکړ، چې په دغه جګړه کې یې "بې شماره" پیسې لګولي دي.

برایسنر ټینګار کوي، چې دی پخپله هم مخکنی جنګیالی دی، او په وینا یې ان د امریکا په پوځ کې د جګړې د پایته رسولو ګڼ ملاتړي هم شته.

د امریکا ددفاع وزارت (پنتاګان) وايي، په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا له بریدونو راهیسې په دغه هېواد کې څه باندې دوه زره امریکايي پوځيان وژل شوي دي.

له پنتاګان خپرې شوې شمېرې ښيي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان پر روانې جګړې څه باندې ۱.۱ تریلیون ډالر لګېدلي دي.

"د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د افغانستان په جګړه کې تر دیارلسو زرو ډېر ولسي افغانان وژل شوي."

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د جنګېدونکو او ښکېلو امریکايي ځواکونو شمېر ۶۸ ډېر دی.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه د ۲۰۱۴ کال پای ښودل شوی، خو ویل کېږي چې د افغان ځواکونو د مرستې او روزنې لپاره به په دغه هېواد کې نژدې ۲۰ زره پوځيان پاتې کېږي.

خو برایسنر او ملګري یې ددغه پلان لپاره ډېر هیله من نه ښکاري.

دغه امریکایی فعال وايي "له افغانستانه تدریجي وتنه په دې مانا ده چې جګړه شاید نوره هم اوږده شي. او چارواکو ته په دې جګړه کې د زرګونو پوځيانو وژل کېدل مهم نه ښکاري، او دا هم مهمه نه بولي چې زرګونه افغانان (ښځې او ماشومان) ددې جګړې قرباني کېږي."

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د افغانستان په جګړه کې تر دیارلسو زرو ډېر ولسي افغانان وژل شوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .