د چين نوي مشران د لویو ننگونو سره مخامخ دی

د خپريدو وخت: 13:59 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391

د چين کمونست مشران انديښمن دي چې ښايي اقتصادي شاته تگ د ټولنېزې نارامۍ د رامنځ ته کولو سبب شي.

بېجنگ کې د چين د کمونست گوند په اتلسمه کنگره کې به د مشرانو يو نوى نسل د واک په ترلاسه کولو پېل وکړي، خو لکه څنگه چې د چين لپاره د بي بي سي خبريال مارتين پېشن وايي دوى به راتلونکي لسيزه کې له سترو ننگونو سره مخامخ وي.

ېوې مخکښې څېړنېزې سټې خبردارى ورکړى چې د چين اقتصاد له يوه "سخت کړکيچ" سره مخامخ دى.

دغې سټې په خپل رپوټ کې ويلي کېداى شي چې راتلونکي لسيزه به د چين لپاره وروستى چانس وي چې اقتصادي اصلاحات ترسره کړي.

پر بېړنتوب د ټينگار له پلوه د رپوټ لهجه ډيره تونده ده. رپوټ په زغرده د هغو ننگونو څرگندويي هم کوي چې د چين د نوي نسل مشران به ورسره مخامخ وي.

دوى داسې مهال پر واک منگولې خښوي چې تېره يوه لسېزه کې د هيواد اقتصاد د خپلې ودې ترټولو ټيټې کچې پر لوري درومي.

د چين کمونست مشران انديښمن دي چې ښايي اقتصادي شاته تگ د ټولنېزې نارامۍ د رامنځ ته کولو سبب شي.

د فساد او د بيوزلو او شتمنو تر منځ دمخ په ډېريدونکي واټن له کبله د خلکو قهر او غوصه ، داټول ديوه چاوديدونکي حالت لپاره زمينه برابروي.

له دې سره سره چې اوس د چين اقتصاد پياوړى ښکاري، خو يو شمير اقتصاد پوهان يې د راتلونکي په اړه انديښمن دي.

د اصلاحاتو پلويان له نويو مشرانو غوښتنه لري چې له حکومتي کمپنيونه ملاتړ ودروي.

دوى دارنگه د داسې اصلاحاتو غوښتنه هم کوي چې کليوالو خلکو ته ښارونو کې ژوند کول اسانه وگرځوي او پر دې سربيره د گوند پرواکونو محدوديت ولگوي .

داچي د چين نوي مشران به کومه لاره غوره کوي، دابه راتلونکو مياشتو او کلونو کې څرگنده شي. خو هغه څه چې څرگند دي دادي چې دوى به له سترو ننگونو سره مخامخ وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .