مسکو له عراق سره د وسلو پېرل نوي کوي

د خپريدو وخت: 05:54 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391
روسۍ وسله

د وسلو دا پلور د روسانو لپاره د بغداد په دروازو کې يو گټور قدم او پر داسې يوه مهال د مسکو د دريځ د پياوړتيا يوه وسيله ده چې له اسد رژيم سره يې د اړيکو راتلونکې ښايي په شکونو کې ډوبه شوې وي.

مسکو وايي له عراق سره يې د څه له پاسه څلور ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو معاملې په تېرو څو مياشتو کې لاسليک کړې دي.

دغه تړونو په سيمه کې پېچلى جيوپوليتيک حالت په ډاگه کوي او هغه دا چې تر صدام حسين وروسته عراق د امريکا له لاسه وځي او روسيه ورته راوړاندې شوې چې په منځني ختيځ کې خپل کمزوري شوي اړيکي له سره پياوړي کړي.

په دې اړه په بي بي سي کې د پوځي او ډېپلماتيکو چارو خبريال جانتن مارکس په خپله څېړنه کې وايي:

دا هغه څه نه دي چې امريکا يې تر صدام حسين وروسته عراق کې د ليدلو لېوالتيا درلوده.

امريکا د څه مهال لپاره هڅه وکړه چې د گاونډي ايران په وړاندې د يوه سپر په توگه عراقي ځواکونه په پرمختللو لوېديځو وسلو سمبال کړي.

ددې مانا به په دغه هېواد کې د امريکا پرله پسې پوځي شتوالى واى.

خو امريکايي ځواکونه له عراقه وتلو ته اړ کړى شول او سره له دې چې له امريکا سره هم ډېرې لويې پوځي معاملې په ابتدايي ډول لاسليک شوي، خو مسکو ته د عراقي صدراعظم - نوري مالکي له کتنې برېښي چې له هغه هيواده هم د ډېرو وسلو د پېرلو تکل لري.

له روسيې نه په خبرونو کې ويل شوي چې عراق مي-٢٨ ډوله يرغليزې چورلکې او ورسره ور سره له له ځمکې نه هوا ته د پانڅير ډوله سيستم گڼ شمېر توغندي پېرلي دي. دا هم ويل شوي چې ښايي عراق د نورو روسي چورلکو او ورسره سم د نورو درنو وسلو د پېرلو لېوالتيا هم ولري چې ښايي مېگ -٢٩ جنگي الوتکې هم پکې راشي.

"عراق په څرگنده غواړي چېد خپلو وسلو پېر څو اړخيز کړي او ورسره به ښايي په واشنگټن کې دا روحيه چې "عراق د امريکا له لاسه وځي"، پياوړې شي."

د عراقي پيلوټانو يوه کوچنۍ ډله لا دمخه د امريکا په اريزونا کې ده چې د هغو اتلسو اېف- ١٦ ډوله الوتکو د چلولو چلونه زده کړي چې له امريکا نه پېرل شوې دي. دا د عراق د نوي هوايي ځواک اصلي جنگي الوتکې بلل کېدې.

واشنگټن دغه راز ټانکونه او زغره وال گاډي، له انفرادي زغرو او يو شمېر لوژسيتکي گاډو سره يو ځاى عراق ته چمتو کوي.

خو عراق په څرگنده غواړي چېد خپلو وسلو پېر څو اړخيز کړي او ورسره به ښايي په واشنگټن کې دا روحيه چې "عراق د امريکا له لاسه وځي"، پياوړې شي.

د وسلو دا پلور د روسانو لپاره د بغداد په دروازو کې يو گټور قدم او پر داسې يوه مهال د مسکو د دريځ د پياوړتيا يوه وسيله ده چې له اسد رژيم سره يې د اړيکو راتلونکې ښايي په شکونو کې ډوبه شوې وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .