چیني لیکوال مو یان د نوبل د ادبیاتو جایزه خپله کړه

د خپريدو وخت: 21:43 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۲۰۱۲ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه چیني لیکوال «مو یان» ته ورکړل شوه. مو یان (په چیني ژبه کې د دې تخلص مانا ده :هغه چې څه نه وایي) په لسګونو ناولونه ، د لنډو کیسو ټولګې او تکلونه لیکلې دي چې په ګڼو ژبو ژباړل شوې هم دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر پر یوولسمه) د دوه زره دولسم کال د نوبل د ادبیاتو جایزه چیني لیکوال «مو یان» ته ورکړل شوه. مو یان (په چیني ژبه کې د دې تخلص مانا ده :هغه چې څه نه وایي) په لسګونو ناولونه ، د لنډو کیسو ټولګې او تکلونه لیکلې دي چې په ګڼو ژبو ژباړل شوې هم دي.

د مو یان د سبک ځانګړتیا په دې کې ده چې دی بېلابېل مضمونونه لکه جنسي مسایل، سیاست، واک، ټولنیز مسایل په ډېر ازاد، خو له طنزه ډک ډول بیانوي او د معاصرې چیني ټولنې ظاهري او رواني کړکېچونه انځوروي.

دا لومړی ځل دی چې د نوبل کومیټه د ادبیاتو جایزه د چین داسې یوه لیکوال ته ورکوي چې د خپل هېواد له نظام سره بدې اړیکې نه لري.

اصلي نوم یې ګوان مویې دی، د ۱۹۵۵ کال د فبروري په اوه لسمه زېږېدلی دی.

د نوبل د ادبیاتو د جایزې د ورکړې پر مهال مې د ده اثارو ته لاس نه رسېده. د انټرنېټي منابعو په مرسته مې د ده د یو اثر «خوسی» د فرانسوي ژباړې څو کرښې وموندلې چې پښتو ژبیو لوستونکو ته د ده د سبک د یو تت انځور د وړاندې کولو په موخه مې پښتو ته راواړولې.

له ژباړې، ژباړه هغه ګونا ده چې له «ناکام» پرته بله هېڅ توجیه نه لري. هیله ده چې زموږ هغه دوستان چې په چیني ژبه پوهېږي وکړای شي چې د دغه لیکوال د پام وړ اثار نېغ په نېغه د اصلي متن له مخې افغان لوستونکو ته هم ورسوي. اوس دغه تور توتان ستاسۍ مخې ته ږدم چې کم له کمه د نوبل د جایزې د سږني ګټونکي د لیک یوه بېلګه مو کتلې وي.

خوسی

پر هغه مهال زه زلمکی وم.

پر هغه مهال زه د خپل کلي تر ټولو خوزنده زلمکی وم.

په دغه ډول زلمکي کې ډېر بد عادت دا دی چې دی نه پوهېږي چې څومره د نورو خلکو بد ایسي. دی هر وخت په هغو کونجونو کې ګوتې وهي چې هلته یو څه وي. هر څوک چې څه وایي، او هر څه چې وایي دی ورته غوږونه بوڅ کړي او اوري یې. که پرې پوهېږي او که نه. که پرې پوهېږي او که نه، خو ځان مجبور بولي چې مداخله وکړي.

کله چې څه واوري، یا یې وویني، پر ټول کلي ګرځي او هر چا ته یې وایي. که یو مشر کس و ویني ورته یې وایي، که یو ماشوم سره مخ شي، هم یې ورته وایي. که هیچا سره مخ نه شي، له خپل ځان سره لګیا وي. داسې ښکاري چې که یوه خبره هم له خپل ځان سره و ساتي نس به یې پړک وچوی. هغه ،په خطا، په دې باور دی چې هر چا ته ګران دی. هغه کولای شي چې سل لېونتوبونه وکړي خو چې ځان پر نورو ګران کړي.

مثلاً پر هغه ماسپښین، د وزګارو کلیوالو یوې ډلې د ډنډ پر غاړه د ولي سیوري ته قطعې کولې. زه ور نېږدې شوم او، ځان ته د نورو د پام را اړولو له پاره مې، د پیشو په څېر ونې ته ټوپ کړ، پر یوه څانګه سپور شوم او د پوختکې په څېر «کوکو» مې پیل کړ. هیچا را ته توجه و نه کړه. تر یوې شېبې وروسته، زه په خپله له خپلې ټوکې ستړی شوم، او د خپل لوړ مقام څخه مې د لوبې ننداره پیل کړه. خو ژبې مې خارښت کاوه، چېغه مې کړه:

«ژانګ سان ته پاچا ورغلی!» ژانګ سان پورته راوکتل، بړچ یې وهل: «لو هانه! ته لکه چې په خپل ژوند په تنګ شوی یې؟» لي سي غلام را وایسته. ځان مې ټینګ نه شو کړای: «لي سي ته غلام ورغلی!» لي سي وویل: «که ژبه دې خارښت کوي د ونې پر پوټکي یې وسولوه!» زه پاس په ونه کې د توتي غوندې لګیا وم. په پای کې لوبغاړي په تنګ شول او ښې ډېرې ښکنځلې یې را ته وکړه.

ما له خپل خاښه ورته په هماغه ډول ځوابونه ورکول. نور یې حوصله ختمه شوه، ټولو د ځمکې پر مخ پرتې د خښتو او کودیو ټوټې را واخیستې او زه یې پرې وویشتم. لومړی مې فکر کاوه چې دا هر څه ټوکې دي، خو یو خښته مې پر سر ولګېده او سر مې د ګینګړي په څېر کړنګ وکړ. زر ستوري مې په سترګو کې راوګرزېدل، دا لا شکر و چې ما خپلې پښې د څانګې یوه خوا او بله خوا غځولې وې که نه خامخا به رالوېدلی وم. اوس نو ایله پوه شوم چې هغوی ریښتیا هم جدي وو.

له ګوزارونو د ځان ساتلو په خاطر د ونې څوکې ته وختم خو څانګه را لاندې ماته شوه، زه له یوې وچې څانګې سره یو ځای ډنډ ته ولوېدم او د اوبو په شړپ مې ټول خلک لانده کړل. هغوی ټول په خندا شول. زه هم له دې نتیجې پوره خوښ وم. د هغوی خندا په دې مانا وه چې ما ته په غوسه نه وو.

خو زما سر پړسېدلی و او زه په خټو ککړ وم. کله چې، د یوه خټین بیزوګي په څېر، له ډنډه راووتم داسې مې وانګېرله چې زه کستن د ونې څوکې ته ختلی وم چې د نورو پام ځان ته راواړوم او ویې خندوم. سر مې خوږېده او داسې را ته ښکارېده چې زر حشرې مې پر مخ راخېژي. خلکو ما ته په حیرانتیا سره کتل او ما هغوی ته په غټو غټو کتل. چې د ونې بېخ ته راورسېدم او پر ډډ مې تکیه ووهله، چا وویل: «زوی یې مړ کړې، دا هلک به یوه ورځ ځان ووژني!» ټولو یو بل ته سره په بې باورۍ وکتل. یو غږ شو او تول تمشاچیان ، لکه باد چې وړي وي، خواره شول. زه پر دې حالت له حده زیات خواشینی وم، د ونې خواته کښېناستم. د سترګو په رپ کې خوب یوړم.

کله چې راویښ شوم، یوه نوې ډله د ولې لاندې را ټوله شوې وه. زما یو تره، مخ یې داسې و لکه ږلۍ چې وهلی وي او د تولید مشر و، د ونې له بېخه ځان ته راښکلم او ویې ویل: «لو هانه، دلته څه کوې؟ پر سر دې څه شوي دي؟ ته ما ته وګوره، څومره دې ځان ښایسته کړی دی! د مور دې هلته کومی وچ شو، تا پسې چېغي وهي او ته دلته رغړې؟ ځه ورک شه، په منډه ځان کور ته ورسوه!»

د راڼه لمر لاندې، پر ما سر ګرزېده. د تره غږ مې واورېده: «او دا خټې او وینې پاکې پرې مینځه!»

د ډنډې پر غاړه مې ګونډې ووهلې، پر ځان مې اوبه وشیندلې او څو واره مې ځان هسې سر سري ومینځه. سړو اوبو مې زخمونه خوږ کړل، خو خیر، دومره خبره نه وه.

په دې وخت کې مې دو استاد ولید چې زموږ د مالدارۍ د فارم د تولید د ډلې مشر و. زموږ خوا ته را روان و او درې خوسي یې په یو پړي سره تړلي وو. هغه ورته وویل: «ځئ، هېځ خبره هم نه شته. داسې ښکارئ لکه بدرنګه هلکان چې د خپلې خواښې له لیدو ډارېږي!»

دغو درې واړو خوسیو په پوزه کې پېزوان نه درلود. سر یې پورته نیولی و او پړی یې کش کاوه، په تلو کې یې ناغېړي کوله. درې واړه زما ملګري وو: کله چې تېر ژمی واښه کم شوي وو، ما له دو استاد سره یو ځای، په واورو پوښلو پټیو کې ساتلي وو. د نورو په څېر یې له منګولیایي غوا څخه زده کړي وو چې څرنګه پر خپلو سومانو واوره ایسته کړي او واښه رابرسېره کړي.

هغوی هغه مهال واړه وو، او ما داسې نه وه انګېرلې چې په څو اونیو کې به دومره غټ شي. دوه یې د لوکسي ذاته وو، زېړه څرمن او سپینه خوله یې درلوده. یو بل ته سره داسې ورته وو لکه غبرګوني چې وي. دواړه لوده غوندې ښکارېدل. بل یې سره بخنه څرمن او پر ملا باندې یوه غبرګه غوټه درلوده. دا د هماغې منګولیایي غوا بچی و چې لنډه، تاوکړې لکئ یې درلوده.

ما پرې «غبرګه ملا» نوم ایښی و. عجب شیطان شی و. تېر ژمی، کله چې موږ ساته، ده به تل هڅه کوله چې پر غواګانو وخېژي. په لومړي سر کې دو استاد ورپورې خندل، هغه فکر کاوه چې ګوندې خوشې په خوشې پر غواګانو ورپورته کېږي خو ډېر ژر یې پام شو چې دا خوسی کولای شي چې د شهوت پر ګونا واوړي.

مخکینې پښې یې پرې وتړلې خو دې کار د هغه مخه و نه نیوله چې د خپلې مور په شمول، په ټولو غواګانو وخېژی. دو استاد به ویل: «دا د خره بچی ځان پاچا ګڼي، غواړي چې خپله مور هم تېره کړي.» (...)

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .