الجزایر بدلون ته اړتیا لري

د خپريدو وخت: 06:53 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391
عبد العزيز بوتفليقة

ولسمشر عبد العزيز بوتفليقة له ۱۹۹۹ راهیسې د هېواد مشري کوي.

د هغې فرانسوۍ راهبې کولیت کیسه، چې د دغه هېواد په یوه سارايي سیمه کې یې څو کاله ژوند کړی دی، په هېواد کې د ډېر بدلون راتلو اړتیاوې په ګوته کوي.

څو اوونۍ وړاندې، یو پولنډي پادري لارډ کریس له هغې سره د ماښامنۍ لپاره مېلمه شوی و.

کریس د الجزایر پلازمېنې ته هر وخت ورځي او هلته له خپلو ملګرو او خواخوږو سره ګوري.

کله مو چې د هغه د تېر کال له سفره وپوښتل، کریس وویل غوره به دا وي چې د چمتو شوو چینايي خوړو پرځای د الجزایر د کسکسي په نامه مشهور خواړه وخورو.

کریس زیاتوي چې مخکې الجزایر کې هرڅه نورمال وو، او له موږ سره به یې ښه او نرم چلند کاوه، او ځینې وخت به ان له موږ سره د چایو او خبرو لپاره کښېناستل، خو تېر اختر بېل ډول و، دا ځکه چې له موږ سره راهبه کولیت وه.

راهبه کولیت په ادرار ښار کې له نورو ښځينه راهبانو سره اوسېږي، چې دغه سیمه د لویې صحرا په یوه ژوره سیمه کې ده.

د اختر پر شپه، لارډ کریس د هېواد جنوب ته نژدې ۶۰۰ کیلومتره لیرې د خپل مذهبي دود د لمانځلو لپاره ولاړ.

هلته یې یوه اوونۍ په خوشالۍ تېره کړه، خو له ستنېدا مخکې یې خدای پاماني وکړه.

له هغه سره راهبه کولیت هم وه، کولیت ډېره ژوندۍ ښکه او د کابو اویا کلونو به وه، هغې ټینګار کاوه، چې د پادري بکس پخپله یوسي.

له نژدې نیمې ورځې تېرېدا وروسته، کریس کور ته ورسېد خو د عاجل تیلې فون له لارې د کولیت له مړینې خبر شو.

سم لاسي یې د هغې د تابوت لپاره تابیا ونیوله، او ګرادي ښار کاتولیکه هدیره کې یې د هغې د مړي خښولو لپاره چمتووالی پیل کړ.

خو مسلمانان هلته په تابوتونو کې خپل مړي نه خښوي، همدا وو چې د لرګین تابوت جوړولو او نجار موندلو یو څه وخت ونیو.

د هغې د مړي خښولو مراسمو وخت هغه مهال لا پسې ډېر شو، چې په یوه پردي هېواد کې د یوه بهرني مړي د خښولو او د هغه د هویت تثبیتولو لپاره اړین اسناد چمتو شي، ځکه چې کولیت د فرانسې وه.

په پای کې رهبه ګرادیه ښار کې خاورو ته وسپارل شوه، خو کیسه یې د الجزایر د حکومت له لوري ددغه هېواد له بهرني سیاست په پوره ټکر کې ده.

الجزایر نسبتاً ګډوډ هېواد بلل شوی، کله چې یوڅوک لامبو ته ځي، باید د روغتیا سرټیفیکټ ولري، د وینې ګروپ یې مالوم وي، که بهرنی وي، پاسپورټ خو ضرور دی، او دا ټول باید عربي ژبې ته ژباړل شوي وي، د ښار او اړوندو ادارو له خوا تصدیق او ټاپه شوي وي، سربېره پر دې اته عکسونه هم ورسره مل وي.

۱۶ کاله مخکې الجزایر د سختو خونړیو جګړو شاهد و، چې په لړ کې یې تبرین ښار کې د اسلامپالو په لاس اووه راهبان ووژل شول.

خو الجزایر کې بیا له دوو کالو راهیسې د افریقا نوتردام په نامه یوه کلیسا جوړه شوه.

الجزایر هغه هېواد دی چې د عربي پسرلي د بدلونونو او پاڅونونو له بړبوکۍ وژغورل شو، خو کورنیو جګړو یې ولس سخت وکړاوه، خو پر دې ټولو سربېره دغه هېواد بدلون ته اړتیا لري.

"یوازې په ورځپاڼو، کتابونو، تلویزیونونو کې فصیحه عربي ویل کېږي، خو لاهم ډېر فرانسوي، اسپانوي او امازیغي توري په کې ګډ شوي او کارول کېږي."

مشران یې اوس له اویا کلونو اوړي، خو لاهم ۵۰ کاله مخکې د فرانسې تر خپلواکۍ اخیستو وروسته پر دغه هېواد واکمن دي.

دغه هېواد تر ډېره پر ماضي تکیه کوي، ماشومان او ښوونکي یې په ښوونځیو تر ډېره له تباشیر ګټه اخلي، بانکونه یې له داسې زړو او له کاره لوېدلو وسایلو ګټه اخلي، چې توا پنځلسمه پېړۍ ده، او ان په یوه ودانۍ کې هم د پیسو د لېږد سیستم نه شته.

همدارنګه، که څه هم ددغه هېواد ډېری وګړي عربان دي او عربي یې رسمي ژبه ده، خو لاهم هغه نسل چې د فرانسې تر استعمار لاندې ستر شوي، په عربي لیک او لوست نه شي کولی.

یوازې په ورځپاڼو، کتابونو، تلویزیونونو کې فصیحه عربي ویل کېږي، خو لاهم ډېر فرانسوي، اسپانوي او امازیغي توري په کې ګډ شوي او کارول کېږي.

اوس، لارډ کریس د خپل ځای بدلولو ته چمتووالی نیسي، هغه باید ددویمې ورځې پر ګهیځ وختي ګرادیه ښار ته وخوځېږي، هغه هم د هغه په وینا په ډېر یوه اوږده سفر، خو ددغه هېواد پټ رازونه او ټولنیزو توپیرونه او ټکر به هم به تل ورسره مل وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .