سوري مخالفین د هوايي اډې نیولو ادعا کوي

د خپريدو وخت: 06:10 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې خبرونه او د لسګونه وسله والو د وژل کېدا خبر ورکړی دی.

د سوري حکومتي مخالفین وايي چې د حلب ښار ته څېرمه یې له حکومتي ځواکونو یوه هوايي اډه نیولې او دا مهال د ترکیې پولې ته څېرمه جګړه روانه ده.

دا خبره د سوریې د بشري حقونو فعالینو هم کړې ده، چې وايي حکومتي پوځ په وسلو ځینې بار لارۍ سوځولې دي .

د ادعا له مخې نیول شوې پوځي هوايي اډه د حلب ختيځ ته پرته ده چې په دې وروستیو کې دغو سیمو کې سختې جګړې روانې وې.

بل خوا ترکیې ویلي چې سوریې ته په وسلو یوه تلونکې بار الوتکه یې درولې ده، خو سوریې ویلي چې په الوتکه کې وسلې نه وې.

د ترکیې لومړي وزیر وړاندې ویلي وو چې د روسیې دفاعي پوځي توکي یې نیولي، چې د نیول شوو توکو انځورونه یې هم خپاره کړي دي.

د سوریې- ترکیې پر پوله له څه مودې راهیسې اړدوړ روان دی، چې په دې لړ کې د دواړو لورو له خوا پر مقابل لوري بریدونه هم شوي دي.

د تېرو اوونیو په سوري بریدونو کې پنځه ولسي ترکان ووژل شول.

بل خوا د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې خبرونه او د لسګونه وسله والو د وژل کېدا خبر ورکړی دی.

"ملګري ملتونه د سوري کډوالو د لومړنیو توکو او خوړو لپاره د ۶۴ میلیون ډالرو په راغونډولو بوخت دي."

پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو د کډوالو د مرستندویې ادارې راپور وايي چې د راتلونکي ژمي لپاره یې زرګونه بې کور او کهوله سوري کډوالو ته د مرستو چمتووالی نیولی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له سوریې بهر شاوخوا ۳۴۰ زره سوري کډوال دي، چې شاید د روان کال تر پایه دا شمېر نور هم پسې ډېر شي.

ملګري ملتونه د سوري کډوالو د لومړنیو توکو او خوړو لپاره د ۶۴ میلیون ډالرو په راغونډولو بوخت دي.

دغه کډوال تر ډېره په ترکیه، اردن او لبنان کې مېشت دي، خو ځینو ته یې په جګړه ځپلې سوریه کې هم ځایونه جوړ شوي، خو ځانونه خوندي نه بولي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .