ابراهيمي ترکي حکومت سره خبرو لپاره استانبول ته تللی

د خپريدو وخت: 14:58 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

ښاغلى ابراهيمي وايي ترکیې ته یې د سفر موخه د سوریې د حالاتو په اړه د چارواکو د نظر اورېدل دي.

په داسې حال کې چې د ترکیې او سوریې ترمنځ ترينگلتيا مخ پر زياتېدو ده، د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو او عربي هېوادونو ځانگړى استازى اخضر ابراهيمي د ترکیې له حکومت سره د خبرو لپاره استانبول ته پر لار دى.

خو په سوريه کې د کړکيچ د زياتېدو او په کې د ترکیې د ښکېليتا سره سره ښاغلى ابراهيمي د يوه بېړني سوله ييز پلان سره سيمې ته نه ځي.

ښاغلى ابراهيمي وايي ترکیې ته یې د سفر موخه د سوریې د حالاتو په اړه د چارواکو د نظر اورېدل دي.

د ترکیې لومړي وزير رجب طيب اردوغان د ملگرو ملتونو امنيت شورا باندې نيوکې وکړې او هغه یې د سوریې د جگړې په هوارولو کې بې اغېز وبللې.

"که چېرې موږ دا لانجه د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو د يوه يا دوو غړو راى ته پرېږدو نو د سوریې د حالاتو پايلې به ډېرې خطرناکې راوخېژي او بشريت به په تاريخ کې نه هېرېدونکې تبصرې ورسره ياد ساتي. اوس په نړيوالو ادارو کې د بنسټيز بدلون را وستلو وخت را رسېدلى دى. په ځانگړي ډول امينت شورا کې. د هرې ورځې په تېرېدو سره نړيوالو ادارو ته د غېر عادلانه، نابرابر اوغېر فعاله ميکانيزم له امله په ښه توگه د خپلو دندو تر سره کول ستونزمن کيږي".

په تېرو ١٠ ورځو کې د دواړو هېوادونو پر پولو څو پېښې رامنځ ته شوې.

پنځه ترکي عسکر وروسته له هغه ووژل شول چې د سوریې له خاورې توغول شوى هاوان د هغه هېواد پر يوه کلي ولگېده.

ترکي ځواکونو هم د پولې بلې غاړې باندې د توپچي ډزې وکړې.

جنگي الوتکو د سوریې جېټ الوتکه چې دمشق ته په لار وه په زوره راکښته کړه او هغه څه یې ونيول چې لومړي وزير په روسيه کې جوړې شوې وسلې وبللې.

ترکيه به له سوریې سره ښايي په جگړه کې نه وي خو دا هېواد د خپلو گاونديانو په جگړو کې مخ په زياتېدونکي ډول ښکېل دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .