م م د مالي په تړاو پرېکړه لیک ومانه

د خپريدو وخت: 13:21 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

تر دې دمه ايله يو څو گاونډيو هېوادنو منلې چې خپل سرتېري به مالي ته واستوي.

د لوېديځې افريقا هېوادونه خپل پلانونه بشپړوي، چې له پوځي لارې د مالي له هغو سيمو نه اسلام پالي وباسي چې د تېر کال په مارچ کې يې په هغه هېواد کې له يوې ناکامې کودتا وروسته لاندې کړې.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د لوېديځو افريقايي هېوادونو له ټولنې غوښتنه کړې چې د خپلو عملياتو بشپړ تفصيل په ٤٥ ورځو کې دننه ور ته وسپاري چې د پلي کولو په اړه ېې پرېکړه وکړي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا يو پرېکړه ليک منلى چې په مالي کې يې د بهرنۍ مداخلۍ لپاره يو گام نور ورنژدې کوي.

دغه پرېکړه ليک چې د امينت شورا ته د فرانسې لخوا وړاندې شوى د لوېديځي افريقا هېوادونو ته ٤٥ ورځې وخت ورکوي چې د خپلو پوځي عملياتو د پلانونو وروستۍ بڼه او جزييات ور ته وسپاري.

په مالي کې د پوځي مداخلې د پرېکړه ليک اعلان خبريالانو ته د امنيت شورا مشر گيرت روزنتال وکړ.

نوموړي وويل: "امنيت شورا يو پرېکړه ليک منلى دى چې تر مخې به ېې په هغه څه کې د افريقايي هېوادونو اقتصادي تولنې ملاتړ کيږي چې د مالي ايالتي حکومت ېې د مالي د ځمکنۍ بشپړتيا په ټينگولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده".

د دغه پلان له مخې لوېديځه افريقا به ۳۰۰۰ سرتېري مالي ته واستوي چې له شماله د اسلام پالو ياغيانواو تورارج قبيلې په ايستلو کې د هغه هېواد له پوځ سره مرسته وکړي.

تر دې دمه ايله يو څو گاونډيو هېوادنو منلې چې خپل سرتېري به مالي ته واستوي.

اسلام پالو اورپکو د مارچ په مياشت کې تر ناکامې کودتا وروسته د مالي د شمال تر نيماي ډېرې سيمې لاندې کړې.

د امنيت شورا په پرېکړه ليک کې همدا راز د مالي له حکومته او اورپکو غوښتنه شوې چې تر خپل منځ باوري خبرې اترې پيل کړي.

د فرانسې ولسشمر فرانسوا اولاند د سېنېګال په پلازمېنې ډاکار کې وويل د مالي حالات ټولې سيمې ته يو گواښ دى:

"په دې کې هيڅ شک نشته چې گواښونه موجود دي. دا يوازې پر يوه ازاد هېواد مالي باندې يرغل نه دى بلکې د افريقايي او اورپايي هېوادونو امينت تر پوښتنې لاندې راولي".

ټاکل شوې ده، د دې اوونۍ په پاى کې د ملگرو ملتونو، اروپايي او افريقايي اتحادیو چارواکي د مالي په پلازمېنې بماکو کې راغونډ شي او د پوځي مداخلې لپاره بشپړ او همغږې ستراتيژي خپله کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .