څېړنه: پر شا ویدېدل د ماشوم د ضایع کېدو لامل ګرځي

د خپريدو وخت: 06:56 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391
جنین

ډاکټران وايي چې پر شا د اوږد وخت لپاره ویدېدل، جنین ته د وینې جریا ډېروي چې په مرګ یې تمامېږي.

یوې نوې طبي څېړنې ښودلې ده، هغه میندوارې ښځې چې ډېر کله پر شا ویدېږي، د ماشوم د ضایع کېدو خطر یې ډېر وي.

څېړنه وايي، په شا ویدېدونکو میندوارو ښځو د ماشومانو د مړینې امکان د هغو ښځو په پرتله چې په یوه ډډه وېدېږي، ۶ ځلې ډېر دی.

ددغې څېړنې پایله د برتانیا ډیلي مېل ورځپانه کې خپره شوې ده.

څېړنه د استرالیا الفرید روغتون د هېواد په اتو روغتونونو کې پر نژدې ۲۹۵ میندوارو ښځو ترسره کړې ده.

په دې پنځه کلنه څېړنه کې، د څېړندویې ډلې مشرې ادرین ګورډن ویلي چې وړاندې دې ته ورته څېړنې ښودلې ده چې پر شا اوږد خوب کول جنین یا زیږېدونکي ماشوم ته د وینې د جریان امکان ډېروي، چې په دې سره د ماشوم د مړینې سبب ګرځېدلی شي.

څېړونکو دې ته هم اشاره کړې ده، چې درې پر څلور میندوارې میندې غالباً پر کيڼ اړخ ویدېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .