'پر ایران د امریکا د ممکنه برید دفاع کولی شو'

د خپريدو وخت: 12:44 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې امریکا پر ایران د فشارونو کړۍ تنګه کړې او د افغانستان او امریکا اړیکې هم ترینګلې بریښي.

په داسې حال کې چې د افغانستان او امریکا اړیکې ترینګلې برېښې او امریکا پر ایران بندیزونه سخت کړي دي، ایراني او افغان چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په همدې لړ کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید عباس عراقچي په دوه ورځني رسمي سفر کابل ته راغلی دی.

ښاغلي عراقچي په کابل کې له خپل افغان سیال په ګډه خبري غونډه کې وویل که امریکا د ایران په وړاندې وسلې ته لاس کړي، نو هیواد به يې د امریکا په وړاندې له هرې ممکنې لارې کار واخلي:

''موږه هیله مند یو چې دا ډول کومه پېښه رامنځ ته نه شي، زه فکر نه کوم چې د واشنګټن مقامات به دا ډول اقدام وکړي او په سیمه کې به بله جګړه پیل کړي خو دا له امکان څخه لرې نه ده، که داسې وشي نو پای به یې د هغوی په لاس کې نه وي، او په هره جګړه هر ډول پېښه رامنځ ته کېدای شي.''

افغان خاوره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین جاوید لودین خپل ایران سیال ته ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې هېڅوک حق نه لري د افغانستان خاوره د ایران پرضد وکاروي.

هغه زیاته کړه له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې له نورو هیوادونو سره د لاسلیک شویو تړونونو څخه پراخې دي:

افغان چارواکو هم ایران ته ډاډ ورکړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د ایران پر ضد وکاروي.

''له ګاونډیو سره زموږ اړیکې تر بل هر تړون پراخې دي خو موږ هم له خپلو ګاونډیانو هیله لرو چې د افغانستان وضعیت درک کړي او اړتیاوې یې په پام کې ونیسي، افغانستان هیڅ داسې ګام پورته نه کړي چې د ګاونډیو په زیان وی.''

افغان حکومت د کړکېچ نړیوال ګروپ له خوا وروستی راپور د یو شمیر لوېدیځو هېوادونو د استخباراتي ادارو په لمسون یو خپور شوی راپور وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې راپور د خپرولو موخه اده چې په افغانستان کې د خپلو لاسوهنو لپاره لاره هواره کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې بهرني جګړییز ځواکونه له افغانستانه ووځي نو په دغه هېواد کې به ګډ وډي رامنځته شي او وضعیت به کړکېچن شي.

بندیزونه

جرمني د ایران د لانجمن اټومي پروګرام پر سر پر دغه هېواد دلا ډېرو بندیزونو غوښتنه کړې.

د جرمني د بهرنیو چارووزیر ګویډو ویسټرویل ویلي، تهران هېڅ مهمې پوښتنې ته ځواب دی ویلی او د ده په وینا اوس د دې وخت راغلی، چې پر دغه هیواد فشار ډېر شوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران سبا دوشنبه غونډه کوي او د دې لانجې په اړه پر تازه اقداماتو خبرې کوي.

خبریالان وايي، د ایران د ګازو صادرات او مخابرات به په نویو بندیزونو کې شامل وي.

لویدیځ وايي، ایران د اتوم بم د جوړولو هڅه کوي، خو ایران یې نه مني.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .