منگوليا د لېنېن وروستۍ مجسمه هم لرې کړه

د خپريدو وخت: 18:15 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

د اولن باتور ښاروال په خپله لس دقيقه ييزه وينا کې لېنېن او د هغه کمونست ملگري قاتلان وبلل او و يې غندل.

د منگوليا په پلازمېنه اولن باتور کې د ولاديمير لېنېن يوې مجسمې د يوۀ کوچني پارک برم ور زيات کړى و.

ياده مجسمه په دغه پارک کې هغه مهال ودرول شوه چې منگوليا د پخواني شوروي اتحاد تر اغېز لاندې هېواد و او چارې يې په عمل کې د مسکو له لوري اداره کېدې.

په ١٩٩٠ م کال کې منگوليا ته ولسواکي راغله او حال دا چې د ستالين مجسمې لېرې کړل شوې، د ولاديمير لېنېن مجسمې پر ځاى پاتې وې.

خو په دې وروستيو کې په دې تړاو د منگوليايي چارواکو په نظر کې بدلون راغى او د لېنېن دا مجسمه يې هم لېرې کړه چې وروسته به مزايدې يا ليلام ته کېښول شي.

منگوليايي زدهکوونکو د لسيزو په اوږدو کې د ولاديمير اېلېچ لېنېن مجسمې ته عبادت کاوۀ او هغه يې استاد لېنېن باله خو دغه ميراث پرون ترى تم شو.

پرون د ماسپښين په يوې بجې له ژيړو جوړ د لېنېن وروستۍ مجسمه هم له خپل ځايه لېرې او په يوې لارۍ کې ولېږدول شوه.

د اولن باتور ښاروال په خپله لس دقيقه ييزه وينا کې لېنېن او د هغه کمونست ملگري قاتلان وبلل او و يې غندل.

نوموړي وويل د منگوليا پخواني کمونست رژيم خلک وکړول او اوس په دغه هېواد کې يوه پرانیستې ټولنه را منځ ته شوې.

د دغې پېښې د نندارې لپاره شاوخوا ٣٠٠ کسان را ټول شوي وو او ځينو يې د خپلې کرکې څرگندولو لپاره مجسمه په بوټانو و ويشته.

د اولن باتور ښاروال وويل د لېنېن مجسمه به ليلام ته وړاندې شي او پرهر هغه چا چې تر ټولو د لوړې بيې پرې کولو ته چمتو وي وپلورل شي.

مجسمې لپاره لومړنۍ بيه ٤٠٠٠٠٠ منگوليايي توگرک (منگوليايي سکه) ټاکل شوې چې شاوخوا ٢٨٠ ډالر کيږي..

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .