لندن بل کال زرگونه عسکر له افغانستانه باسي

د خپريدو وخت: 14:33 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

اټکل دى چې د عسکرو لسمه برخه په دوو مياشتو کې را ووځي.

د برتانیا دفاع وزير فلېپ هاموند وويل چې په ٢٠١٣ کال کې به د خپلو عسکرو پام وړ شمېر له افغانستانه و باسي.

وزير هاموند د گڼو عسکرو د ايستلو خبر پر داسې مهال ورکوي چې په برتانيا کې د افغان جگړې له زياتېدونکي لگښت سره مخالفت زور اخيستى دى.

اټکل دى چې د عسکرو لسمه برخه په دوو مياشتو کې را ووځي او زرگونه نور په ٢٠١٣ کال کې را وايستل شي.

برتانيا همدا اوس په افغانستان کې ٩٥٠٠ پوځيان لري، خو ښاغلي هاموند بي بي سي ته وويل چې د دوى پام وړ شمېر به بل کال را ايستل شوى وي:

"زما په اټکل به دا شمېر ښه ډېر وي، مانا دا چې په زرگونو کې به وي، نه په سلگونو کې. خو اټکل مې نه دى چې د عسکرو ډېرئ به اوس را ايستل کېږي. د ٢٠١٣ کال په پيل کې به زموږ نهه زره عسکر هلته پاتې وي. د ٢٠١٤ په پاى کې به عملا" يو هم پاتې نه وي. زما په اټکل به د ٢٠١٣ تر پايه خورا لوى گام پورته شوى وي."

د ناټو غړو هېوادو ژمنه کړې وه چې د ٢٠١٤ کال تر پايه خپل عسکر په افغانستان کې وساتي او ورو ورو يې راوباسي.

خو د برتانيا دفاع وزير وايي افغانستان ته وروستي تگ پر مهال ورته څرگنده شوه چې د افغان پوځيانو وړتيا ډېره شوې او ځکه د آيسىاف غړو منلې چې خپل ډېر عسکر په بل کال را وباسي.

برتانيا تر امريکا وروسته په افغانستان کې د عسکري شتوالي له پلوه دويم هېواد دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .