'نړیوال دې د بلوڅانو د ځپلو مخه ونیسي'

د خپريدو وخت: 05:30 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391
اختر منګل

اختر مېنګل وایي که نړیواله ټولنه د دغو ظلمونو د مخنیوي لپاره فشار رانه وړي، په بلوچستان کې به د تاوتریخوالي کړۍ لا سخته او ناوړه شي.

په پاکستان کې یوه وتلی بلوڅ ملي مشر په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په بلوچستان کې پرله پسې تښتونو، ځورونو او وژنو ته د پای ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.

سردار اختر مېنګل چې د بلوچستان اعلی وزیر پاتې شوی وایي په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ ځورونې هغو جنایتونو ته ورته دي چې ۴۰ کاله پخوا یې په ختیځ پاکستان کې ترسره کړې وې او د بنګلدیش جوړېدو ته یې لاره هواره کړه.

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي مېنګل د پاکستاني حکومت هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د بلوچستان د ملت پال بغاوت په غښتلتیا کې د هندوستان لاس دی.

لکه چې د بي بي سي شاهزیب جیلاني لیکي؛ سردار اختر مېنګل هغه بلوچ مشر دی چې له ۲۰۰۹ م کاله راهیسې په لندن او دوبۍ کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

هغه څه موده وړاندې پاکستان ته ستون شو او د پوځ عملیاتو د بندښت او د سياسي کارکوونکو د ویرونې پای یې وغوښت.

نوموړی له چارواکو غواړي هغه سلګونه کسان معلوم کړي چې د ادعاوو له مخې امنیتي ځواکونو نیولي دي.

ښاغلی مېنګل وایی یوازې وروسته له هغه سیاسي مثبتې خبرې اترې کېدلی شي.

''لومړی باید دا ګا مونه واخیستل شي، وروسته د بلوچستان رښتوني سیاسي حل ته اړتیا ده، د سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لارې چارې شته. خو د نړیوالې ټولنې ضمانت باید وي.''

اوس پاکستانی پوځ په بلوچستان کې تر ۵۰ زرو زیات نیمه پوځي ځواک لري چې د ښاغلي مېنګل په وینا دا د پوځ لخوا چې زیاته برخه یې پنجابيان دي د ایالت نیواک دی.

پوځ له خپل لوري وایی چې دوی د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره جنګېږي.

"ښاغلی مېنګل وایي د پاکستان پوځ په ۱۹۷۱م کال کې د پاکستان په ختیځ کې د بغاوت د ماتولو هڅه وکړه خو سخته ماتې یې وخوړه."

پوځ بیلتون پال تورنوي چې له هندوستانه مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

خو ښاغلی مېنګل دا تورونه نه مني او زیاتوي چې د دغو تورونو موخه د بلوڅانو د هدف بدنامول دي.

''که چېرې بهرنۍ لاسوهنه وي، مثلاً د هند لاس، نو ولې دوی دا مساله رسنیو یا قضا ته نه وړاندې کوي؟ دوی باید داسې شواهد د نړیوالې ټولنې مخکې کېږدي''.

ښاغلی مېنګل وایي د پاکستان پوځ په ۱۹۷۱م کال کې د پاکستان په ختیځ کې د بغاوت د ماتولو هڅه وکړه خو سخته ماتې یې وخوړه.

نوموړی وایي نن پوځ په بلوچستان کې همغه تېروتنه بیا تکراروي.

اختر مېنګل وایي که نړیواله ټولنه د دغو ظلمونو د مخنیوي لپاره فشار رانه وړي، په بلوچستان کې به د تاوتریخوالي کړۍ لا سخته او ناوړه شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .