علي زیدان د لیبیا لومړی وزیر وټاکل شو

د خپريدو وخت: 05:41 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391
ښاغلی زیدان

ښاغلی زیدان د ابو شاقور تر استعفا څو ورځې وروسته وټاکل شو.

د لیبیا پارلمان د هغه هېواد نوی لومړی وزیر نومولی دی.

علي زيدان له یوازیني کاندیده ۹۳ د ۸۵ رایو په مقابل کې بری وګاټه.

ښاغلی زیدان ترهغه وروسته لومړی وزیر شو چې د هغه پخواني ځای ناستي ونه شو کولی د هېواد کابینه جوړه کړي چې ملي شورا یې د جوړولو سلا ورکړې وه.

لکه چې له طرابلسه د بي بي سي رانا جواد په خپل رپوټ کې کاږي، په پراخ ډول داسې برېښېده چې ښاغلی زیدان به لومړی وزیر کېږي.

دی چې د کانګریس ناپېیلی غړی و، د دې سیالۍ لپاره یې له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

دی له دوو کاندیدانو و چې یو يې د حکومت ځایي وزیر محمد الحراري و.

هغه د عدالت او جوړونې د ګوند محبوب کاندید و.

دواړه کاندیدان د کانګریس د منتخبې کمېټې له خوا نومول شوي و چې د لویو سیاسي ګوندونو او ناپيېلي استازي په کې دي.

د کانګریس یوه غړي بي بي سي ته وویل چې منتخب لومړی وزیر باید په ۱۵ ورځو کې نوې کابینه جوړه کړي.

د کانګرس غړي زیاته کړه چې په لومړي وزیر به فشار وي چې ژر ژر مخکې ولاړ شي.

ځایي څارونکي د ليبیا نوي منتخب لومړي وزیر ته د داسې لېبرال په سترګه ګوري چې زیات مسولیتونه به ولري.

علي زیدان په اروپا کې د پخواني منځمهالي حکومت استازی و او نوموړي په دې برخه کې زیاته ونډه لرله چې د فرانسې هغه مهال ولسمشر نیکولاس سرکوزي ته قناعت ورکړي چې د ډګروال قزافي پرضد د پاڅون ملاتړ وکړي.

د هغه ټاکنه په سخت مهال کې کیږي. په هیواد کې د امنیت په برخه کې حکومت پوره کنترول نه لري او د لیبیا په لویدیځ کې له کړکیچ ډکې سیمې شته چې په دې وروستیو کې د مرګونو نښتو شاهدانې وې.

ژوندلیک

ښاغلی زیدان په ۱۹۵۰ کال د لیبیا په ودان کې زیږېدلی او له جواهر پوهنتون یې په نړیوالو اړیکو کې ماسټري اخیستې ده.

نوموړی په ۱۹۷۵ کال د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی دپلومات هم تېر شوی.

همدارنګه، علي زیدان له ۱۹۹۴ تر اوسه پورې د جرمني د بشري حقونو د پراختیا رییس هم و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .